ترينکوټ (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې په اروزګان او پکتيا ولايتونو کې د چاودنې او نښتې له امله دوه سيمه ييز پوليس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ وياند فريد عايل د چنګاښ په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يو رينجر موټر د سړک غاړې چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او د هغوى موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې پوليسو دغه راز نن په ترينکوټ ښار کې درې تنه شکمن له پنځه کړۍ ماينونو سره هم نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په پټان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان ووژل شول.
په پکتيا کې د سرحدي پوليسو يو افسر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين مهال د پټان ولسوالۍ د مقبلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په دې نښته کې دوه وسلوال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن