ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د پوليسو يو قوماندان ووژل شو

25 May 2012 - 12:30
25 May 2012 - 12:30

ترينکوټ( پژواک ٥ غبرګولى  ٩١):  په اروزګان ولايت کې د ماين چاودنې له امله د پوليسو د يو قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول.

د اروزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول فريد عايل وايي،چې  دا ماين نن سهار(د غبرګولي په ٥مه) د اروزګان مرکز (ترينکوټ) په خواجه احمد سيمه کې د پوليسو پر موټر وچاودېد.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په دې پېښه کې د امنيتي پوستې يو قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره ووژل شو.

 عايل زياتوي، په دې چاودنه  کې ، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري تر سره شوې ، د پوليسو يو رېنجر موټر په کې ويجاړ شوى دى.

د چادونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى، خو وسلوال طالبان ادعا کوي،چې پرون يې د ترينکوټ په دروېشان سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ ،چې په ترڅ کې يې يو شمېر پوليس وژلي  او ټپيان دي  او دوه رېنجر موټر يې  هم ويجاړ کړي دي، خو امنيتي چارواکي دا ادعا ردوي.

د يادونې  ده، چې د اورزګان د چارچينو ولسوالۍ په کيشي سيمه کې ،پرون د ماين د چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو او  يو موټر ويجاړ شو.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version