ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

1 Apr 2012 - 15:34
1 Apr 2012 - 15:34

ګردېز-ترينکوټ (پژواک ١٣ ورى ٩١): د پکتيا او اروزګان ولايتونو په بېلابېلو چاودنو کې د يوه قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه يوه بجه د ترينکوټ د نچين په سيمه کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر په داسې حال کې چاودنه وشوه، چې پر ګزمې بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د تورجان په نوم د پوليسو د يوې پوستې قوماندان له خپل يوه بل پوليس سره ووژل شو او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د يوه بل خبر له مخې، په پکتيا کې هم د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خېل پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا لس بجې د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند د خير مېنې په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله يو پوليس ووژل شو او درې ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، پوليس او بهرني ځواکونه اريوب ځاځيو ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه روان وو، چې په لاره کې له دغې پېښې سره مخ شول.

نوموړي زياته کړه، چې ټپيان دغه مهال بهرنيو ځواکونو له ځان سره وړي او په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

د سيمې يوه اوسېدونکي اسدالله ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د خير مېنې په سيمه کې افغان او بهرني ځواکونه روان وو، چې د پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه وشوه.

د ده په خبره، له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه او څوک يې نږدې نه ور پرېښودل.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version