ترينکوټ (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا شپږ بجې په ترينکوټ ښار کې د پوليسو پر رينجر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
د ده په وينا، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.
همت وايې، چې د پوليسو موټر ويجاړ شوى او ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوى دى.
خو د اروزګان د مرکزي روغتون ډاکټر عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې روغتون ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.
د ده د څرګندونو له مخې، له يادو ټپيانو څخه يوه يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او د پاتې دوو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
عزت الله وويل، ګومان کېږې چې دغه کسان پوليس وي.
دوه ورځې مخکې هم د اروزګان د چورۍ په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر د سړک غاړى ماين چاودنه وشوه او په کې ٦ پوليس ووژل شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن