ترينکوټ (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند سيمه کې د يوې چاودنې له امله د پوليسو يو قوماندان ووژل شو.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو د يوې پوستې قوماندان اخترمحمد له ترينکوټ ښار څخه د خپلې پوستې په لوري روان و، چې د سولي په دښته کې يې پر رينجر موټر چاودنه وشوه.
ګلاب خان وايي، چې په دې چاودنه کې اخترمحمد او د هغه يو پوليس وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، د چاودنې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه په دې تور څوک نه دى نيول شوي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې اختر له دوو پوليسو سره وژل شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ترينکوټ ښار کې د ماين چاودنو پېښې زياتې شوې او له امله يې ډېرى پوليسو ته مرګ ژوبله اوړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن