ترينکوټ (پژواک ٩ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په خاص اروزګان او ګېزاب ولسواليو کې د بېلابېلو نښتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د مرغومي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر د خاص اروزګان په کله خور سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوسته بريد وکړ.
د هغه په وينا، چې وروسته په رامنځته شوې نښته کې څلور وسلوال ووژل شول او يو پوليس ټپي شو، چې دا مهال تر درملنې لاندې دى.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز نن سهار وسلوال طالبان د ګېزاب ولسوالۍ په دره سيمه کې پوليسو ته په کمين ناست و، چې پوليسو يې په اړه خبر ترلاسه کړ او وار له مخې يې بريد پرې وکړ.
د عايل په خبره، په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي، چې مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي، خو پوليسو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى و او دوه پوليس ټپيان وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن