ترينکوټ (پژواک ١١ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون ۱۷ طالبان نيول شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د مرغومي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات پرون تر غرمې وروسته د خاص اروزګان په کله خور سيمه کې د پوليسو له خوا ترسره شول.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال نښته نه ده رامنځ ته شوې او ياد وسلوال هم له مقاومت پرته نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې له طالبانو درې مخابرې هم نيول شوي، خو کوم لوري ته په کې زيان نه دى اوښتى.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې د اروزګان په ګېزاب او خاص اروزګان ولسواليو کې د بېلابېلو نښتو پر مهال شپږ وسلوال طالبان وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن