ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسلوال طالبان ونيول شول

27 May 2012 - 18:46
27 May 2012 - 18:46

ترینکوټ (پژواک ۷ غبرګولی ۹۱): د اروزګان امنيه قوماندانۍ، په دې ولايت کې د څلورو وسلوالو طالبانو د نيولو او د طالبانو په بريد کې د يوه پوليس د وژل کېدو خبر ورکړ.

 د اروزګان د امنيه قوماندانۍ ویاند فرید عایل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي څلور وسلوال طالبان، تېره شپه د دې ولايت د چورې ولسوالۍ په کونج سيمه کې د پوليسو د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

 دى وايي، چې په دې عملياتو کې له يادو طالبانو سره يو  آر پي جي راکټ، دوه کلاشينکوفونه او يو شمېر د راکټ او کلاشينکوف مرمۍ هم نيول شوې دي.

 همدارنګه عایل وایي، چی پولیسو نن سهار د مرکز ترینکوټ اړوند د خیرو کارېز په سیمه کې هم عملیات کړي دي.

 دى وايي، چې په دې عملياتو کې درې کلاشینکوفونه له يوې اندازې مرميو سره، یوه پاکستانۍ تومانچه، ۳۰ کیلوګرامه تریاک او ۳ کیلوګرامه چرس د پولسيو لاس ته  ورغلي دي.

 د یو بل خبر له مخې، عایل وویل چې تېره شپه د چورې ولسوالۍ په کونج سیمه کې وسلوالو طالبانو د پولیسو پر پوستې برید کړی او په دې بريد کې چې څو ساعته يې دوام درلود، یو پولیس وژل شوی دی.

 طالب ویاند قاري یوسف احمدي د يادو نورو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو ويلي يې دي چې طالبانو تېره شپه په چوره کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چی د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون دوه پولیس په کې وژل شوي دي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version