ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ تنو وسلوالو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 Nov 2011 - 13:31
16 Nov 2011 - 13:31

ترينکوټ (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): په اروزګان ولايت کې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله شپږو تنو وسلوالو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل  د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار په چورې ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې نښتې په ترڅ کې يو وسلوال طالب ووژل شو، دوه وسلوال طالبان او يو پوليس ټپيان شول.

د عايل په وينا، پوليسو تېر ماښام د ترينکوټ ښار اړوند د سرمرغاب په سيمه کې عمليات کړي، چې په پايله کې يې يو طالب وژل شوى او  بل ټپي دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې پرون په چورې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې وه، خو کوم زيان يې نه درلود.

د يادو پېښو په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version