ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او اروزګان کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار او اروزګان کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Aug 2012 - 10:53
په ننګرهار او اروزګان کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Aug 2012 - 10:53

جلال اباد-ترينکوټ (پژواک ١٦ زمرى ٩١): د ننګرهار او اروزګان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د اچين ولسوال معلم معشوق د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه د عبدالخېلو د مبل په سيمه کې هوايي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې ايساف په سيمه کې د هيرويينو يوه فابريکه په نښه کړې، په فابريکه کې وسلوال طالبان، چې د نشه يي توکو قاچاقچيان هم وو، مېشت وو.

د ولسوال په وينا، په دغه هوايي بريد کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او د ايوب په نوم يو تن يې ژوندى بيولى دى.

معلم معشوق وايي، چې ايساف دوى ته لومړى د تسليمېدو ويلي وو، خو کله چې تسليم نه شول، نو بريد پرې وکړ.

د اچين ولسوال دا هم وويل، چې څو ورځې مخکې له همدغه ځايه پر ولسوالۍ د هاوان فيرونه شوي وو، چې له مله يې درې ملکي وګړي ټپيان شول.

د ملک احمدخان په نوم يوه ځايي قومي مشر هم پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي طالبان او قاچاقچيان وو.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې وژل شوي عام وګړي وو او له دوى سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

بلخوا د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي، چې تېره ورځ ناوخته د ترينکوت په سرشخلو سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې د قوماندان او پوليسو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې د پوليسو يو افسر وژل شوى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د شخړې ښکېلې خواوې د يوې کورنۍ کسان وو او په دې نښته کې څلور تنه نور ټپي شوي هم دي.

عايل وايي، چې د پوليسو د پوستې د قوماندان شاه محمد له خپلو ورېرونو سره د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې وه.

د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې تېره ورځ په دهراوود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو يو قومي مشر وژلى دى.

عايل زياتوي، چې ياد قومي مشر حاجي نعيم نومېده او د خپلې لور له کور څخه خپل کور ته روان و، چې په لاره کې پرې بريد وشو.

د دهراوود ولسوال حاجي امين الله هم د حاجي نعيم وژنه تاييد کړه او ويې ويل، چې د نوموړي د ولسوالۍ د شورا غړيتوب هم درلود.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.