ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل او سمنګان له محبسونو څخه لسګونه بنديان خوشې شول

10 May 2012 - 18:10
10 May 2012 - 18:10

کابل، ايبک( پژواک ٢١ غويى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې او د مجاهدينو د برياليتوب د شلمې کاليزې په وياړ، ٧٢ زندانيان خوشې او د ٤٧ نورو د حبس موده کمه شوه.

د کابل د پلچرخي زندان رييس جنرال خان محمد نن (د غويي ٢١مه) خبريالانو ته وويل،چې له دې زندان څخه د يوه ترکي وګړي په ګډون، ٥٨ زندانيان  خوشې شول.

 نوموړي دترکيي وګړي د هويت، د جرم دڅرنګوالي او دحبس د مودې په اړه معلومات ورنکړل.

هغه وويل،چې دا محبوسين د مجاهدينو د برياليتوب د شلمې کاليزې (د غويي اتمې) په مناسبت د ولسمشر د ١٦مې ګڼې له فرمان سره سم وبښل شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، هرکال د مذهبي، تاريخي، د ښځو دنړيوالۍ ورځې په وياړ د ولسمشر دفرمان له مخې يو شمېر زندانيان بښل کېږي او ديو شمېر نورو دحبس په موده کې کموالى راځي.

 په دې غونډه کې د کابل ولايت د استيناف محکمې څارنوال سيد شريف شريفي وويل،چې زندان د غچ ځاى نه دى،بلکې د تاديب، اصلاح او پېښمانۍ ځاى دى.

شريفي زياته کړه، کوم زندانيان چې نن د پلچرخي له مرکزي زندان څخه خوشې شول، له کابل څخه لومړى ډله ده او د ولسمشر د فرمان له مخې به د نورو ولايتونو له زندانونو څخه هم ازاد شي.

 يوه خوشې شوي بندي دل اقا پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په ١٣ مياشتو بند محکوم و، خو د ٩ مياشتو بند له تېرولو څخه وروسته وبښل شو.

 يو بل زنداني، رحيم د محبس د مسوولينو له چلند څخه خوښي وښوده ،خو د ډوډۍ له کيفيت او د درملو له کمښت څخه يې شکايت وکړ.

نوموړي وويل: (( د خوړو ستونزه مو درلوده، کله به په کې مالګه نه وه او کله به يې هم دلوګي بوى کاوه او د هر ناروغ لپاره به يې يواځې پراستامول ګولۍ ورکولې.))

د يو بل خبر له مخې، نن د يوې ښځې په ګډون ١٤ بنديان د ايبک ښار له زندان څخه خوشې شول او د ٤٧ نورو محبوسينو د بند په موده کې له درېيو تر شپږو مياشتو پورې کموالى راغى.

 

دا مطلب د سمنګان ولايت د زندانيانو د بښنې او تخفيف کمېسيون مشر او د استيناف څارنوالۍ رييس  غلام صديق شفق رسنيو ته په ډاګه کړ.

نوموړي وويل،چې دې کمېسيون په تېرو څو ورځو کې د ولسمشرله فرمان سره سم ، د محبس د بنديانو او ددې ولايت د ماشومانو د اصلاح امريت  د محجوزينو ټولې دوسيې يې وڅېړلې.

سرچېنې په ډاګه کړه،چې په ترڅ کې يې ١٤ بنديان وبښل شول او د ٤٧ نورو دحبس په موده کې کموالى راغى.

همداراز يو محجوز له حبس څخه خوشې شوى او د پنځو نورو دحبس موده راټيټه شوې ده.

 د ايبک ښار د اقمزار کلي اوسېدونکي ٢٧کلن روح الله له خپلې مېرمنې سره د تاوترېخوالي په جرم  دوه کاله بندي و او اوس خوشې شوى، ده وويل: (( نور هېڅ کله له خپلې کورنۍ سره تاوتريخوالى نه کوم او له دې وروسته ددوستۍ او محبت په چاپريال کې ژوند کوم.))

د سمنګان د محبس د مدير سمونمل محمد داوود حيدري د معلوماتو له مخې، په دې محبس کې دا مهال  د لسو ښځو په ګډون څه باندې ٢٠٠ کسان په بېلابېلو جرمونو بنديان دي.

دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ له هرات زندان څخه ٧٢تنه ،چې څلور مېرمنې او لس محجوزان هم په کې شامل وو ،د ولسمشر ددې فرمان پر بنسټ خوشې شول.

 د زندانونو د چارو مسووليت په ١٣٨٦کال کې له کورنيو چارو وزارت څخه عدليې وزارت ته سپارل شوى و،چې تېرکال له عدليې وزارت څخه بېرته د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شو.

د چارواکو دمعلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ٣٤ محبسونه شتون لري،چې په دې بنديخانو کې ٢٢ زره او ١١٦ بنديان شپې سبا کوي،چې ٦٠٦ مېرمنې او ٣٨٤ بهرني وګړي هم په کې شامل دي.

د سرچينې دمعلوماتو له مخې، په بهرنيو بنديانو کې ٤٢ ايرانيان، ١٣ تاجک وګړي، يو عراقى، يو ټايلندى، دوه هنديان ، د نايجريا ٨ وګړي  او ٣٧١ پاکستانيان د بند شپې تېروي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version