ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د تکواندو په اسيايي لوبو کې اته مډالونه وګټل

کابل ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د هېواد د تکواندو ملي ټيم په اسيايي لوبو کې درې د سپينو زرو او پنځه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

د ٤٨ هېوادونو په ګډون د تکواندو د اتلسم پړاو سيالۍ چې د غويي له درېيمې د ويتنام په ايمنچن ښار کې پيل شوې وې، تېره شپه پاى ته ورسېدې.

د المپيک د ملي کمېټې د نشراتو رييس محمدعارف پيمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان په دغو سياليو کې پنځم ځاى خپل کړ.

نوموړى وايي، چې په دغو سياليو کې روح الله نيکپا، نويد ظاهر او سيد حسين حسيني د سپينو زرو او مسعود کريمي، روح الله پوپل، بلال ځاځي او عزيز حيدري د برونزو يو، يو مډال ترلاسه کړ.

پيمان زياته کړه، چې نثار احمد بهاوي خپل سيال په لومړي دور کې په ګونډو کړ، په دويم دور کې له کوريايي سيال سره مخامخ شو، خو د سيالۍ لوبڅار، چې د سنګاپور وګړى و، بې عدالتي وکړه او کوريايي لوبغاړى يې ګټونکى اعلان کړ.

منبع زياته کړه، چې د افغانستان د تکواندو پلاوي د رسمي اعتراض له کبله، ياد لوبڅار په بهرنيو سياليو کې له ګډون بې برخې شو.

د المپيک د ملي کمېټې د نشراتو د رييس په وينا، په دغو سياليو کې د تکواندو د ملي ټيم ٣٦ لوبغاړو په دوو برخو (مبارزه) او (فورم) کې ګډون کړى و، اټکل کېږي چې دوه ورځې وروسته هېواد ته راستانه شي.

د تکواندو فدراسيون په ١٣٧١ لمريز کال کې رامنځ ته شو او د دغه فدراسيون د مشر د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې په دې برخه کې شاوخوا ٥٠ زره لوبغاړي فعاليت کوي، چې له دغه شمېر څخه ٥٠٠ يې ښځينه لوبغاړې دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version