کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د پوليسو د ذاتي قانون له مخې، چې نن يې طرحه ولسي جرګې تصويب کړه، پوليس له بست پرته ترفېع کولاى شي او پاسوال بايد د ٦٥ کلنۍ په عمر تقاعد شي.
د دغه قانون طرحه چې په ٨ فصلونو او ٥٩ مادو کې ترتيب شوې، نن د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له ٢٤٩ وکيلانو څخه ١٢٧ تنه حاضر وو.
له حاضرو کسانو ١٢٠ يې د يادې طرحې د تصويب لپاره شنه (موافق ) کارتونه پورته کړل.
د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر او په ولسي جرګه کې د کاپيسا استازي ميردادخان نجرابي د جرګې په عمومي غونډه کې وويل، د جرګې د يادې مصوبې له مخې بايد پاسوال ته د ٦٥کلنۍ په عمر تقاعد ورکړل شي او پوليس بايد له بست پرته ترفيع وکړي.
له بست پرته ترفېع داسې وي، چې د بېلګې په توګه د پوليسو يو افسر (سمونيار) کولاى شي د سمونوالۍ رتبې ته ترفېع وکړي خو کار به د سمونيار په بست کې کوي.
د ولسي جرګې د ياد کمېسيون غړي صالح محمد صالح وايي، چې تر اوسه د پوليسو ذاتي چارې د فرمانونو له مخې پر مخ وړل کېدې.
د ده د معلوماتو له مخې، تر اوسه د بست د نه شتون په صورت کې پوليسو ته ترفېع نه ورکول کېده او د پوليسو افسرانو ته به د ٧٠ کلنۍ په عمر تقاعد ورکول کېده او دا موده د ٥ کلونو لپاره تمديد کېداى هم شواى.
خو سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له بست پرته ترفېع به ډېرې ستونزې را پيدا کړي.
هغه وايي: ((لس کاله وروسته به ټول هېواد له ډګروالانو او جنرالانو ډک وي، بيا دومره بوديجه کومه ده، چې هغوى ته دې د ډګروالۍ او جنرالۍ معاش ورکول شي.))
د ده په اند، له شک پرته به دغه ماده له تعديل سره يو ځاى بېرته د حکومت له لوري ولسي جرګې ته استول کېږي.
د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېسيون د معلوماتو له مخې، د پوليسو د ذاتي قانون په مصوبه کې دا هم ويل شوي، چې د پوليسو د کورنۍ غړي (مور، پلار، نيا، نيکه، صغير ورور او خور او هغه خور، چې مېړه ونه لري) بايد د پوليسو په روغتون کې په وړيا توګه تر درملنې لاندې ونيول شي.
د قوانينو په اړه د ولسي جرګې مصوبې د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشېح کېږي او د وروستي پړاو په توګه په رسمي جريده کې نشريږي او د قانون بڼه غوره کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن