ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رحماني وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

14 May 2012 - 14:25
14 May 2012 - 14:25

کابل (پژواک ٢۵ غويى ٩١): په اروپا کې د حزب اسلامي د سولې او سياسي چارو د جرګه ګۍ مشر، د افغانستان د سولې عالي شورا، په کابل کې د انګلستان سفارت او ځينې نورو ادارو د افغانستان د سولې عالي شورا د غړي مولوي ارسلا رحماني وژنه وغندله.

د سولې د عالي شورا او مشرانو جرګې غړى او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزارت مرستيال مولوي ارسلا رحماني د ناپېژاندو وسلوالو له خوا تېره ورځ سهار د کابل ښار په دهبوري سيمه کې ووژل شو.

 

په اروپا کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د سولې او سياسي چارو د جرګه ګۍ مشر قريب الرحمن سعيد له خوا د غويي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي برېښناليک کې د مولوي رحماني پر وژنې خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې مولوي ارسلا رحماني پر افغانستان د روسي پوځونو د يرغل پر مهال د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال لپاره ډېر تکليفونه او منډې کړې وې، چې د افغانستان تاريخ به يې تل په ياد وساتي.

سرچينې د رحماني وژنه د هېواد لپاره لويه ضايعه بللې او ويلي يې دي: “مولوي ارسلا رحماني، که څه هم په داسې حال کې چې د افغانستان د سنا او عالي شورا غړى و، خو هېڅکله يې هم د امريکايي او ناټو ځواکونو په مقابل کې د تسليمۍ سر نه و ټيټ کړى.”

قريب الرحمن سعيد وايي، چې مولوي رحماني په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره خپل اند درلود او په دې لاره کې يې خپلې هلې ځلې کولې.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، حزب اسلامي په افغانستان کې د ټولو بدبختيو اصلي او اساسي عاملين بهرني ځواکونه بولي او د هغوى موجوديت د افغانستان د بحران اوغميزې د لا اوږدېدو سبب ګڼي.

هغه وايي، حزب اسلامي له ټولو اړخونو په کلکه غواړي چې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ او په هېواد کې د يو ولسواکه اسلامي نظام د جوړښت لپاره سره يو موټى شي ترڅو د ده په وينا: “په بهرنيو د پلورل شوو مافيايي عناصرو د خپلسريو مخه و نيول شي او بيا د داسې پېښو د رامنځته کېدو لارې د تل لپاره وتړل شي.”

قريب الرحمن سعيد هيله څرګنده کړې، چې دولتي چارواکي د مولوي ارسلا رحماني د قاتلينو د نيولو او هغوى ته د سزا په ورکولو کې د پخوا په څېر له غفلت نه کار وانه خلي؛ ځکه چې هر غفلت کولى شي د نورو دغسې بدو عواقبو پايلې له ځانه سره ولري.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم د ارسلا رحماني وژنه په کلکه غندلې ده.

د يادې شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: “د سولې عالي شورا رهبري هيئت د سولې د بهير مخکښ مولوي ارسلا رحماني د شهادت له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهيد مولوي صاحب ته د فردوس جنت او کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان مسلمان ولس ته د جميل صبر دعا کوي.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې رحماني وتلی جهادي شخصيت، ديني عالم او په ولس کې د خاص محبوبيت درلودونکى و او مړينه يې د افغانستان خلکو او د دې شورا لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه ده.

د سولې عالي شورا د افغانستان له امنيتي ادارو په کلکه غوښتي چې د پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري.

 دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان دښمنان بايد په دې پوه شي چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه او اراده ده او هېڅوک نه شي کولى چې د افغانانو په وژلو سره د سولې د بهير په وړاندې خنډ وګرځي.”

په کابل کې د انګلستان سفير هم د رحماني وژنه غندلې ده.

د ياد شوي سفارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد سفير ويلي: “زه د مولوي صاحب ارسلا رحماني وژنه په کلکه غندم، شهيد رحماني دا وروستي کلونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې تېر کړي دي.”

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې انګلستان په افغانستان کې د بنسټيزې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د صلاح الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه راز د افغانستان د ماليې وزارت او ميدان وردګو والي هم د بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولوسره د رحماني وژنه غندلې ده.

تر دې مخکې ولسمشر ، مشرانو جرګې او ايساف ځواکونو هم د رحماني وژنه غندلې وه.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې طالبان د رحماني په وژنه کې لاس نه لري.

د ځينې رسنيو د راپورونو له مخې، د “ملا دادالله محاذ” په نوم يوې ډلې د ارسلا رحماني د وژلو مسووليت پر غاړه اخستى دى.

تېر کال د وږي په مياشت کې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني هم په کابل کې په خپل کور کې په ځانمرګې بريد کې ووژل شو.

د سولې عالي شورا له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په موخه تېر کال جوړه شوې ده.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version