ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عراقي چارواکي: د افغان زيارت کوونکو ستونزه به ژر هواره شي

کابل ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): په داسې حال کې چې څلور زره افغان زيارت کوونکي له دوو مياشتو راهيسې د عراق د سپېڅلو اماکنو د زيارت لپاره د سوريې په سرحد کې بند پاتې دي، عراق وايي چې دغه ستونزه به ډېر ژر هواره کړي.

په کابل کې د زيارتي او سياحتي شرکتونو چارواکي، چې دغه زيارت کوونکي يې هغه هېواد ته لېږدولي دي، وايي، دغه شمېر زيارت کوونکي چې د ٥٠ زيارتي شرکتونو د نماينده ګيو له خوا د روان کال له وري مياشتې راپه دېخوا د کاروان په ډول عراق ته تلل، د عراق له خوا د وېزې د نه ورکولو له امله په سوريه کې بند پاتې دي.

د هغوى په وينا، نږدې ٧٠سلنه زيارت کوونکي ډېر عمر لرونکي او ١٥سلنه يې ماشومان دي او تر دې مهاله څلور زيارت کوونکي د ناروغيو له امله مړه شوي او که چېرې دا وضعيت دوام پيدا کړي، کېداى شي نور زيارت کوونکي هم ژوند له لاسه ورکړي.

خو د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې ستونزې د هوارولو لپاره يې خپلو هڅو ته په جدي ډول دوام ورکړى او ټاکل شوې، چې ډېر ژر عراق ته د زيارت کولو لپاره د هغوى د تګ زمينه مساعده شي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول تېره ورځ له خپل عراقي سيال هوشيار زيباري سره د عدم انسلاک جنبش د غونډې پر مهال مفصلې خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د عراق د بهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه، چې د افغان زيارت کوونکو د ستونزې د هوارۍ لپاره به بېړنى اقدامات وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ټاکل شوې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، ارشاد، حج او اوقاف، اطلاعات او کولتور او د جمهوري رياست د دويم مرستيال د دفتر د استازو په ګډون يو باصلاحيته پلاوى د عراق پلازمېنې بغداد ته سفر وکړي او د افغان زيارت کوونکو د تګ راتګ پروسې د قانوني کېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تړون لاسليک کړي، څو په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونيول شي.

خو په کابل کې د سياحتي او زيارتي شرکتونو د اتحاديې مرستيال فدامحمد شېرزاد وايي چې زيارت کوونکي په سوريه کې له امنيتي وضعيت څخه هم اندېښمن دي.

هغه پژواک ته وويل، چې هغوى له تېرې اونۍ راپه دېخوا عراق ته د افغان زيارت کوونکو لېږل بند کړي او له افغان او عراقي چارواکو غواړي، چې په سوريه کې د بندو زيارت کوونکو ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

د سرچينې په وينا، دولت تېره اونۍ د ارشاد، حج او اوقاف ، کډوالو چارو او بهرنيو چارو وزارتونو او جمهوري رياست د استازو په ګډون يو ګډ پلاوى په سوريه کې د پاتې زيارت کوونکو وضعيت د څېړنې لپاره وټاکه، خو دغه پلاوى تر اوسه په کابل کې دى.

خو په کابل کې د عراق سفارت يوې سرچينې د ټيلېفون په ليکه پژواک ته وويل، چې موضوع د عراق د سفارت او د افغانستان دولت د چارواکو له خوا تر څېړنې لاندې ده او د پايلې په اړه به يې وروسته معلومات ورکړي.

په څو وروستيو کلونو کې عربستان، سوريې، عراق او ايران ته د سپېڅلو اماکنو د زيارت لپاره د سياحتي او زيارتي شرکتونو له خوا د زيارت کوونکو لېږدول زيات شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version