ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د دوو قومونو ترمنځ جګړه پيل شوه

21 May 2012 - 11:27
21 May 2012 - 11:27

خوست ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه پيل شوې ده.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان جمال ځدراڼ د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې له نن سهار راهيسې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکيت پر سر جګړه رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، له دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او د مقبلو د قوم ګڼ شمېر کورونه هم د منګلو له خوا سوځول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته يې پوليس لېږلې، خو تر اوسه د ځاني او مالي زيان په اړه کره معلومات نه لري.

امنيه قوماندان وايي، چې منګل د خوست د موسى خېلو ولسوالۍ اړوند دي او مقبل د همدغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ پورې تړاو لري.

د موسى خېلو ولسوال زرمعيد مخلص پژواک اژانس ته د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې جګړه اوس (د سهار ١١ بجې) هم روانه ده، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

د مقبلو يوه قومي مشر ولي ګل وويل، چې د دوى قوم له درېيو خواوو څخه محاصره دى او ګڼ شمېر کورونه يې سوځول شوي دي.

ده زياته کړه: ((له کورونو څخه مو ماشومان او ښځې ايستلې دي او جګړه ډېره په شدت سره روانه ده، چې ښايي ګڼه مرګ ژوبله په کې اوښتې وي.))

ولي ګل له دولت څخه وغوښتل، چې ژر ترژره دې د دغې جګړې مخه ونيسي، کنه ډېره زياته مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شي.

نوموړي هم د ځاني او مالي زيان په اړه تر اوسه کره معلومات نه درلودل.

خو د منګلو يو قومي مشر ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل، چې په روانه جګړه کې تر اوسه د دوى يو تن وژل شوى او مقبلو د قوم کورونو ته يې اور نه دى اچولى.

د هغه په وينا، پخوا دولت له دواړو خواوو څخه لس لس ميليونه افغانۍ د ضمانت په توګه اخيستي او دواړه لوري يې بې وسلې کړي دي، خو تر اوسه يې کومه پرېکړه نه ده کړې.

د خوست د امنيه قوماندان سکرتر شفېع پژواک اژانس ته وويل، چې د امنيه قوماندان، والي او نورو امنيتي چارواکو ترمنځ دغه مهال بېړنۍ ناسته ده او د همدغې پېښې په اړه تصميم نيسي.

د يادونې ده، چې پخوا هم د يادو دواړو قومونو ترمنځ د همدغه غره د ملکيت پر سر جګړه رامنځ ته شوې وه، چې له دواړو خواوو څخه ٣٧ کسان وژل شوي وو.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version