ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

24 May 2012 - 16:56
24 May 2012 - 16:56

جلال اباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): په جلال اباد ښار کې د ښځينه کسبکرو لپاره د دوى د لاسي صنايعو د بازار موندنې په موخه يو ورځنى نندارتون پرانيستل شو.

دغه نندراتون، چې نن (د غبرګولي ٤مه) په ختيځو ولايتونو کې د افغانستان لپاره مرستندويه او د بيارغونې موسسې (ARO) له خوا جوړ شوى و، په کې دېرشو مېرمنو خپل لاسي صنايع نندارې ته اېښي دي.

د يادې موسسې يوه استازي صفت الله ثاقب پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د مېرمنو لپاره د کاري اسانتياوو د برابرلو په برخه کې کار کوي.

د هغه په وينا، يادو مېرمنو ته يې د نندارتون د جوړولو موخه د دوى توليداتو ته د بازار موندل دي، چې په وينا يي يادې مېرمنې له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هواري کړي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې مخکې په جلال اباد کې ورته يو نندراتون جوړ و، چې په کې ګڼو مېرمنو ته د دوى د لاسي توليداتو لپاره ښه بازار موندل شوى و.

په دغه نندارتون کې افغاني ښځينه جامې، په لاس د نارينه وو لپاره اوبدل شوې غاړې، غالۍ او له مريو څخه بېلابېل جوړ شوي توکي اېښودل شوي وو.

دغه راز هغو مېرمنو، چې په خپل لاس جوړ شوي توکي يې نندارې ته راوړي وو، دا چاره يې د دوى توليداتو ته د ښه بازار پيدا کولو لامل وښوده، خو ويل يې چې دا ډول نندراتونونه بايد په پرله پسې ډول جوړ شي.

شبانه، چې د افغاني کاليو او اچارو جوړولو ماهره ده وايي، دا دويم ځل دى ،چې خپل جوړ کړي توکي نندارتون ته راوړي.

نوموړې دغه ډول نندراتونونه خپلو توليداتو ته د بازار موندلو په برخه کې ګټور بولي، خو له دولت څخه غواړي، ترڅو په ننګرهار کې د مېرمنو د توليداتو لپاره يو ځانګړى مارکېټ جوړ کړي.

د ياد نندارتون يوې بلې ګډونوالې موسکا پژواک اژانس ته وويل، يو کال کېږي چې افغاني جامې ګنډي او له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

نوموړې هم دغه ډول نندارتونونه ګټور وبلل او له دولت څخه يې وغوښتل، چې له دوى سره د مارکېټ په برخه کې مرسته وکړي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د مېرمنو د توليداتو لپاره د بازارموندنې دغه ډول يو نندارتون څه موده وړاندې هم د يادې ادارې له لوري جوړ شوى و.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version