ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د پکتيا د عامو وګړو د وژنې د څېړنې په اړه پلاوى وټاکه

27 May 2012 - 17:49
27 May 2012 - 17:49

کابل، ګردېز (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامد کرزي يوه دولتي پلاوي ته دنده وسپارله، چې په پکتيا ولايت کې د ايساف په بمبار کې د ملکي کسانو د وژلو پېښه وڅېړي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، تېره شپه ايساف ځواکونو د ګردې څېړۍ د سوري خېلو په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد کړى، چې له امله يې ښځه او خاوند له خپلو شپږو ماشومانو سره ووژل شول.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر په دې پېښې سخت خواشينى شوى دى.

سرچينې زياته کړه، له دې پېښې له خبرېدو سمدستي وروسته، ولسمشر يوه دولتي پلاوي ته دنده وسپارله چې د پکتيا ولايت ته لاړ شي او دغه پېښه له نږدې وڅېړي او خپلې پايلې ژر تر ژره د ولسمشرۍ لوړ مقام ته وړاندې کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي، دغه پېښه په کلکه وغندله او دا يې پر افغانانو تېرى وباله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا ډول عمليات او د بې ګناه خلکو وژل د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو لاسليک شوي تړون ته سپکاوى او ارزښت نه ورکول دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا ډول عمليات د دې څرګندونه کوي چې بهرنيان د ولسمشر او افغانانو غوښتنو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.))

احدي دا هم وويل، د ايساف په دې عملياتو کې د عامو وګړو ترڅنګ ١٣ وسلوال مخالفين چې ملي اردو ته په کمين کې ناست وو، هم وژل شوي دي.

د پکتيا د قومونو د شورا غړي جنت خان منګل وايي، له ستراتيژيک تړون څخه مخکې هم دوى غوښتنه کړې وه، چې بهرنيان بايد د عامو وګړو د وژنې مخه ونيسي، بيا دې دا ډول تړون لاسليک شي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ياده سيمه کې د وسلوالو مخالفينو يوه لويه ډله په نښه کړې وه.

دا چې په دې پېښه کې عام وګړي وژل شوي، ايساف وايي چې په دې اړه يې پلـټنې پيل کړې دي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو له خوا د ١٧ عامو وګړو تر وژلو وروسته، دا ډول پېښې کمې شوې وې؛ خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې په بادغيس، هلمند کاپيسا او اوس په پکتيا کې دا ډول پېښې تکرار شوې.

د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنو پېښې هغه څه دي، چې تل ولسمشر حامد کرزي غندلي او له امريکا سره يې په دې اړه د اختلافاتو يو له عمده موضوعاتو څخه وې.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر سند تر لاسليکولو وروسته، د عامو وګړو د وژل کېدو دا درېيمه پېښه ده چې رامنځ ته کېږي.

پر ياد شوي سند ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما، تېره مياشت په کابل کې لاسليک وکړ.

په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال الن، پر دا ډول پېښو څو څو ځله بښنې غوښتي او د بيا نه تکرارېدو ژمنې يې کړې دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version