ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې شاوخوا ١٥٠ زره جريبه ځمکه غصب شوې ده

28 May 2012 - 12:44
28 May 2012 - 12:44

غزني ښار (پژواک ٨ غبرګولى ۹۱): د غزني يو شمېر چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې په دغه ولايت کې دامهال شاوخوا ١٥٠ زره جرېبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د عدليې رياست د راپور له مخې،د غزني د مرکز اړوند سيمو کې شاوخوا ۱۵۰ زره جريبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده.

د هغه په وينا، له دې جملې څخه يې ۴۰ زره جريبه يواځې د ښار اړوند او پاتې نوره د غزني د مرکز او اداري واحدونو اړوند سيمو کې د يو شمېر مافيايي ډلو له لوري غصب شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې غصب شوې ځمکې د زورواکو لخوا بېرته پر خلکو په لوړو بيو پلورل شوې او تراوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

جامع وويل: ((دغه نيول شوې ځمکې بيا نومره په ۳۰ زره ډالره په خلکو پلورل شوې ده، چې لا هم د ځمکې خرڅلاو د زرواکو له لوري روان دى.))

دى زياتوي، چې دغه ځمکه دسلطان محمود،حکيم سنايي ښارګوټو د څښتنانو او د روضې، سفنديې، کلا شهاده او د نواباد د سيمو د خلکو له لوري غصب شوې ده.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي هم د ولايتي شورا د مرستيال د خبرو پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په غزني کې په ډېره اندازه ځمکې غصب شوې دي.

د هغه په وينا،په دې برخه کې يې هڅې پيل کړې دي او غواړي ، چې غصب شوې ځمکې د زورواکو له منګولو خلاصې کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږکوښښ کوو، چې ټولې هغه ځمکې راوګرځوو، چې اوس مهال يو شمېر زورواکو لاندې کړې دي.))

د غزني د ښاروالۍ رياست چارواکي هم په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب خبره کوي، د دوى په خبره، د يو شمېر مافيايي ډلو او زورواکو کسانو له لوري د غزني په ښار او نوروسيمو کې په ډېره اندازه دولتي ځمکه لاندې شوې ده.

د غزني ښاروال عبدالبصير نوري پژواک اژانس ته وويل، چې پر ډېرو غصب شويو ځمکو دا مهال مارکېټونه جوړ شوي او يا هم غاصبينو په خلکو پلورلي دي.

د هغه په وينا، ټوله شاوخوا۱۵۰ زره جريبه ځمکه غصب شوې ده، چې تراوسه يې دوى په خلاصېدو نه دي توانيدلي.

نوموړي زياته کړه: ((زه دا منم چې د غزني په ښار او نورو سيمو کې ۱۵۰ زره جريبه دولتي ځمکه لاندې شوې دي او تراوسه يې دولت هم مخه نه ده نيولې.))

د ښاروال په خبره، دولت کوښښ کوي،چې دغه ځمکې راوګرځوي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د غزني د عدليې رييس څارنوال عبدالرزاق عزيزي وايي ،چې يواځې د غزني ښار اړوند د قلعه خنجر په سيمه کې څلور زره جريبه دولتي ځمکه د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوې او خپلسري کورونه پرې جوړ شوي دي.

خو بل پلو بيا د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دولت هسې وايي چې دغه ځمکې به د غاصيبينو له منګولو څخه راوګرځوي.

د دوى په خبره،په ډېرى دولتي ځمکو کې د غاصيبينو له لوري مارکېټونه او يا کورونه اباد شوي دي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي رفيع الله پژواک اژانس ته وويل، دولت چې هغه مهال دا ځمکه راونه ګرځوله،کله چې هلته په خپلسرکورونه پرې جوړېدل، اوس يې هېڅکله نه شي راګرځولاى.

د هغه په وينا، دغه ځمکې سږ کال نه ، بلکې اته کاله مخکې لاندې شوې دي او تراوسه يې مخه هم نه ده نيول شوې ده.

د ده په خبره، دغه لړۍ لا هم دوام لري، خو څوک يې مخه نه نيسي.

رفيع الله زياته کړه: ((دا يواځې زورواکو نه دي نيولي، بلکې دولتي چارواکو هم غصب کړي دي.))

د ده په وينا، په هرښارګوټي کې لوړپوړي چارواکي د ځمکو نومرې لري او دوى نه شي کولاى، چې دغه ځمکه راوګرځوي، ځکه چې دوى هم ورسره شريک دي.

د غزني ښار يو بل اوسېدونکى کمال خان وايي، چې دغه ځمکې يواځې د غزني خلکو نه دي غصب کړي،بلکې له کندهار، پکتيکا او يو شمير نورو ولايتونو څخه راغليو خلکو او زورواکو هم غصب کړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې کې داسې کسان شته، چې يا خپله وکيلان دي او يا يې هم وروڼه په پارلمان کې دي.))

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version