ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د نفوسو لومړنۍ هر اړخيزه سروې ترسره شوه

30 May 2012 - 00:00
30 May 2012 - 00:00

کابل (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په باميانو کې ټولنيزه، ډيموګرافي او اقتصادي سروې ترسره شوه، چې له مخې يې د دغه ولايت نفوس څه باندې ٣٨٦ زره او د لوستو کسانو سلنه يې ٣١،٧ ښودل شوې ده .

دا څرګندونې د افغانستان د احصايېې مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن غفوري نن په کابل کې د دې سرې د پايلو په اړه جوړه شوې ناسته کې وکړې.

د هغه په وينا، دا سروې په خپل ډول کې په هېواد کې لومړۍ سروې ده چې تېر کال د زمري، وږي او تلې په مياشتو کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق په تخنيکي او د جاپان د دوه ميليونه امريکايي ډالره په مرسته ترسره شوې ده.

د دې ادارې د ساحوي عملياتو مشر محمد سميع نبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سروې د باميانو د ټولو ١٨٠٠ کليو پنځوس سلنه کورنيو ته د پوښتنپاڼو د وېش او پاتې پنځوس سلنه له نورو کورنيو سره د مخامخ خبرو له لارې ترسره شوې ده.

سروې ښيي چې په باميانو کې ٤٩٦٠٠ کورنۍ شتون لري او د دغه ولايت د وګړو شمېر ٣٦٨٣٩٥ تنه دى، چې ١٩٠٣١٠ يې نارينه او پاتې نور يې ښځينه دي.

دغه راز سروې ښيي چې د دغه ولايت د ټولو وګړو ٣١،٧ سلنه سواد لري، ١٨،٨ سلنه يې لومړنيو ښوونځيو، ٨،٧ سلنه يې منځينو ښوونځيو ، ٦،٨ سلنه يې لېسو ، ٠،٣ سلنه يې د لوړو زده کړو موسسو او ٠،٤ سلنه يې د حرفوي زده کړو مرکزونو ته ځي.

دغه راز په سروې کې راغلي، چې د دغه ولايت ٨٧،١ سلنه وګړي خپل کورونه لري، ٣،٩ سلنه يې په کرايي کورونو کې ژوند کوي، ٧،٥ سلنه يې په پرديو کورونو کې په وړيا ډول اوسېږي، ٠،٩ سلنه يې په ګروي کورونو کې ژوند کوي.

په سروې کې د کورونو په برخه کې د پاتې ٠،٦ سلنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سروې له مخې، د دغه ولايت ٥،٢ سلنه وګړي د ليدو، اورېدو، تګ، په ياد لرلو، مفاهمې او د ځان خيال ساتلو ستونزې لري او نه شي کولى چې ټولنيز ژوند په سمه توګه ترسره کړي.

سروې ښيي چې په باميانو کې له ١٥ کلونو د زيات عمر لرونکو ٣٩،٥ سلنه کسانو د سروې د ترسره کېدو له وخت څخه له يو کال مخکې کار درلود او پاتې يې بېکاره وو.

دغه راز سروې ښيي، چې د دغه ولايت ٢٥،٢ سلنه وګړي د څـښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري.

دغه راز د سروې په راپور کې راغلي، چې د دغه ولايت ٦١ سلنه وګړي د رڼا لپاره له لمريزې برېښنا، ٢١ سلنه د اوبو او حرارتي برېښنا، دوه سلنه له اوبلن ګاز او ١٥ سلنه له تيلي څراغونه کار اخلي.

په سروې کې په دې برخه کې د پاتې يو سلنه کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سروې ښيي چې د باميانو ولايت له وګړو څخه ٧٦،٣ سلنه يې کرنيزې ځمکې لري او د وګړو ٦٣،٤ سلنه يې اهلي حيوانات لري.

د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن غفوري دا ډول سروې ګانې د ښې حکومتدارۍ او پراختيايي پلانونو د جوړولو لپاره ډېرې اړينې بولي.

د ده په وينا، دغه اداره په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تخنيکي او د جاپان په مالي مرسته دې ته ورته سروې ګانې په دايکنډي او غور ولايتونو کې هم ترسره کړي.

هغه زياته کړه، په پام کې ده چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره په نورو ولايتونو کې هم ورته سروې ګانې تر سره شي.

په کابل کې د جاپان سفارت اقتصادي مستشار مکوتو متسودا (Makoto Matsuda) دغه ډول سروې د ښې حکومتدارۍ لپاره يو ښه پرمختګ وباله.

هغه وويل، هېواد يې په پام کې لري چې د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې په غوښتنه په دايکنډي او غور ولايتونو کې هم دې ډول سروې ګانو د ترسره کولو لپاره ١١ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړي.

د احصايې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان د وګړو او مسکن په اړه لومړنۍ سروې په ١٣٥٨ کې پيل شوه خو د امنيتي ستونزو له امله يې د هېواد يواځې دوه پر درېيمه برخه تر پوښښ لاندې راغله.

د افغانستان د وګړو کره شمېر څرګند نه دى، خو د يادې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان نفوس شاوخوا ٢٦،٥ ميليونه تنه ښودل شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version