اسلام اباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩١):بې پيلوټه امريکايۍ الوتکې يو ځل بيا پر سوېلي وزيرستان بريد کړى او له امله يې اوه وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي،چې دغه بريد نن سهار وخته د سوېلي وزيرستان له مرکز واڼا څخه پنځه کيلومتره لرې لوېديځ لوري ته پر يوه کور شوى دى.
يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې امريکايي څارګرې الوتکې پر يوه کور څلور توغندي توغولي چې له امله يې اوه تنه وژل شوي دي.
که څه هم دغې سرچينې د وژل شوو کسانو په اړه کره معلومات نه درلودل، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې وژل شوي وسلوال دي او په سيمه کې د وسلوالو د يوه قوماندان ملا نذير د ډلې قوماندان ملا ملنګ هم په وژل شوو کې شامل دى.
د ظفر وزير په نوم يوه ځايي خبريال د سيمې د اوسېدونکو په حواله وايي، چې په دغه بريد کې درې تنه ټپي شوي دي.
د هغه په وينا، له پرون راهيسې پنځو څارګرو الوتکو پر سيمې پروازونه کول او نن سهار يې دغه بريد ترسره کړ.
پرون هم د سوېلي وزيرستان په ډوګ سيمه کې بې پيلوټه بريد شوى و، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول.
په روانه مياشت کې دغه اووم بريد دى چې پر شمالي وزيرستان ترسره کېږ، په دغو بريدونو کې تر اوسه له ٣٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن