ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى به له څلورو ولسمشرانو سره د افغانستان او سيمې په اړه خبرې وکړي

4 Jun 2012 - 13:39
4 Jun 2012 - 13:39

کابل (پژواک ١٥غبرګولى ٩١) : ولسمشر حامدکرزى به د شانګهاى غونډې په څنډه کې  د چين ،روسيه ،ايران او پاکستان له ولسمشرانو سره د افغانستان او سيمې په بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي .

دغه څرګندونې د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د غبرګولي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې .

هغه زياته کړه ،ټاکل شوې ده ،چې ولسمشر حامدکرزى ډير ژر چين ته د شانګهاى په غونډه کې د ګډون په موخه لاړ شي .

ټاکل شوې ده  چې د شنګهاى سازمان دوه ورځنۍ غونډه د د غبرګولي په ١٧ او ١٨مه ترسره شي.

ده وويل ،چې مخکې افغانستان د شانګهاى په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کاوه ، خو له دې غونډې وروسته به افغانستان ددې غونډې د ناظر غړيتوب ترلاسه کړي.

فيضي  زياته کړه ، چې  ولسمشر به ددې سفر پرمهال د چين له ولسمشر سره يوه اعلاميه لاسليک کړي ، چې له مخې به يې د افغانستان او چين د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د سند پر محتوا کار پيل شي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره اونۍ ويلي وو، چې دوى غواړي له چين سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي.

فيضي وايي ،چې دغه سند به په اقتصادي ، سياسي ، امنيتي او فرهنګي برخو کې اوږد مهاله همکاري زياته کړي .

د ولسمشرد وياند په وينا،ټاکل شوې ، چين له افغانستان سره ١٥٠ ميليون چيني (يوان) روپۍ) چې نږدې ٢٠ميليون ډالره کېږي ،مرسته وکړي  .

د فيضي د معلوماتو په اساس ، ولسمشر کرزى به ددې سفر په جريان کې د چين ولسمشر،د روسيې له ولسمشر ولاديميرپوتين ، د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد او د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري .

د نوموړي په وينا ، له دې مشرانو سره به ولسمشر کرزى  له اړوندو هېوادونو سره د دوامداره ښو اړيکو ، اقتصادي همکاريو ، په سيمه کې د ثبات او يو شمېر نورو مهمو او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي .

د ولسمشر وياند وايي ، حامد کرزى به دغه راز د چين له سوداګرو او پانګوالو سره هم خبرې وکړي او دوى به وهڅول شي ،چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي .

د شانګهاى د همکاريو سازمان  جوړېدل په  ١٩٩٦ زېږديز کال کې  پلان شو او په ٢٠١١ زېږديز کال په رسمي ډول پرانېستل شو.

روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان ددې سازمان بشپړ غړيتوب لري، هندوستان، ايران ، پاکستان او منګوليا د کتونکو ، ترکمنستان او افغانستان تر اوسه د مېلمه په توګه يې په دې کنفرانس کې ګډون کول.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version