ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د پروان د والي ساتونکو يوتن ټپي کړ

7 Jun 2012 - 18:49
7 Jun 2012 - 18:49

 پروان، کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): يو شمېر خلک ادعا کوي،چې د پروان والي له خپلو ساتونکو  سره غوښتل،څو د احمدشاه مسعود په ښارګوټي کې د استوګنې کورونو د جوړولو مخه ونيسي، خو والي دا ادعاګانې ردوي.

هغوى وايي،چې نن سهار(دغبرګولي ١٨مه) هغه مهال ډزې وشوې،چې د پروان والي عبدالبصير سالنګي له خپلو ساتونکو او څو امنيتي کسانو سره غوښتل،څو ددې ولايت په مرکز چاريکار ښار کې ،په ياد ښارګوټي کې د کورونو جوړولو مخه ونيسي.

د احمدشاه مسعود ښارګوټي د شاوخوا سيمو اوسېدونکي ادعا کوي،چې د چاريکار ښار د اوومې پارچې په سيمه کې د ډيرو پيسو په بدل کې له اعتبار وړ کسانو څخه  يې د استوګنې نومرې اخيستي، قانوني اسناد اوشرعي قبالې هم په لاس کې لري.

د سيمې يوتن اوسېدونکي ،دين محمد پژواک خبري اژانس ته وويل،په داسې حال کې چې د ځمکې قانوني اسناد د با نفوذه کسانو لخوا  دوى ته ورکړل شوي ، خو حکومت اجازه نه ورکوي،چې په دې سيمه کې کورونه جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه،چې په دې ځاى کې سلګونه نومورې،چې هره نومره يې د ٥٠٠ زرو افغانيو او تر دې په لوړو بيو پلورل شوي دي.

 د حاجي سيد محمد په نوم يو بل تن وايي: (( موږ چېرته لاړ شو، اسناد او قباله لرو، خو والي خپلو ساتونکو ته امر وکړ څو ډزې وکړي ،چې يوتن په لاس ټپي شو او ملکي روغتون ته مو يووړ.))

هغه وويل،چې ده هم په دې سيمه کې ځمکه اخيستې او اوس غواړي ،چې ابادي پرې وکړي او هغه ته ويل کېږي،چې  اسناد يې جعلي دي.

خو د پروان والي وياند روشنا خالد د خلکو تورونه بې بسنټه بولي او وايي،چې په لومړي ځل خلکو د ښاروالۍ لخوا پر استول شوي پلاوي، ډزې وکړې.

دهغه په وينا، د پېښې په سيمه کې والي شتون نه درلود او له څه مودې راهيسې د ولايت مقام په همکارۍ د ښاروالۍ د مسوولينو لخوا هره ورځ د څارنې بهير روان دى، کله چې د ښاروالۍ پلاوي غوښتل ،چې له سيمې څخه لېدنه وکړي، خلکو په خپلو وسلو سره پلاوى وګواښه او هغوى هم موضوع له امنتيي چارواکو سره شريکه کړه.

د پروان والي وياند پژواک ته وويل،چې والي امنيتي مسوولينو باندې څو ځله ټينګار وکړ،چې د تاوتريخوالي مخه دې ونيسي، څو د سيمې خلکو ته زيان وا نه وړي.

 هغه زياته کړه: (( په هېڅ توګه پر ولسي خلکو ډزې نه دي شوي، بلکې د خلکو دخپرولو لپاره څو هوايي ډزې شوي او د يوتن لاس پر ډبره د پرزېدو له امله، برسېرن ټپي شوى دى.))

سرچينې په ډاګه کړه، چې يادې ځمکې د ځمکو  پلورونکو لخوا د جعلي اسنادوله لارې، په خلکو پلورل شوي او د ولايت مقام د ورانو شويو کورونو په خاطر، يو شمېر يادو کسانو ته ځانګړي ځايونه په پام کې نيولي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version