ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د انارګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

8 Jun 2012 - 16:16
8 Jun 2012 - 16:16

کندهار ښار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ((انار ګل)) دوديزه مشاعره د سلګونو شاعرانو او مينه والو په ګډون تېره شپه، جوړه شوه.

د کندهار ولايت د والي وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مشاعره کې له کابل، ختيځو، سوېل ختيځو ، شمال ، سوېل او له پولې هاخوا د کوېټې او پښين څخه څخه راغليو شاعرانو او مينه والو ګډون کړى و.

هغه زياته کړه، چې د دې ترڅنګ له امريکا څخه د راغلي د پښتو خوږ ژبي شاعر عبدالباري جهاني، چې د دې مشاعرې مشر مېلمه هم و او له پښين څخه رابلل شوي شاعر عصمت الله زهير هم برخه اخيستې وه.

دغه راز په دې مشاعره کې د کندهار د والي توريالي ويسا ترڅنګ د کندهار د اطلاعاتو او کولتور سرپرست رييس او يو شمېر نورو چارواکو  ګډون کړى و.

نوموړي زياته کړه، چې د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره تېرماښام شپږ بجې پيل او د سهار تر درېيو بجو پورې د ارغنداب ولسوالۍ د باباولي په زيارت کې ترسره شوه.

د کندهار والي توريالي ويسا په پرانېستونکې وينا کې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دغه مشاعرې په جوړولو خوښي وښوده.

هغه زياته کړه ، چې ارغنداب د کندهار د خلکو او ټولو هېوادوالو لپاره د تفرېح ډېر ښه ځاى دى او پخوا به دلته ګڼ شمېر خلک راتلل.

نوموړي وويل: (( تېرو جګړو د دې ترڅنګ چې زموږ بېلا بېلې شتمنۍ يې زيانمنې کړې دي، د تفرېح ځايونه يې هم له منځ وړي دي، خو ښايي د دغه مشاعرې په برکت بېرته ارغنداب د خلکو لپاره د مېلو ځاى شي.))

ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وويل، چې د دغه ډول مشاعرو جوړېدل د پښتو شعر په غنا او پياوړي کېدو خورا ښه رول لري.

د هغه په وينا، خوښ دى چې هېواد په راتګ سره يې په ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي محفلونو کې ګډون وکړ.

د کوېټې له پښين څخه راغلي شاعر عصمت الله زهير په دې خوښي څرګنده کړه، چې له کوزې پښتونخوا څخه راغلى او له خپلو برو وروڼو سره يو ځاى په مشاعره کې ګډون کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دا ډول مشاعرې د لر او بر پښتنو ديووالي او نږدې کولو لپاره مهم رول لري.

ديادونې ده ، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د نارنج ګل، مڼې، سنځل ګل، بادام ګل، کونړ سيند، چنار، هلمند بهاند سيند ، ريدي ګل ، نښتر ، ارغوان او يو شمېر نورې دوديزې مشاعرې ترسره کېږي

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version