ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې پر سياسي مشورو خبرې کېږي

10 Jun 2012 - 17:09
10 Jun 2012 - 17:09

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه له يو بل سره پر سياسي مشورو خبرې کېږي.

دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

ټاکل شوې چې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د روانې مياشتې په ٢٥مه په کابل کې جوړ شي.

د موسى زي په وينا، ټاکل شوې چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د سيمې د ٨ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې ياد کنفرانس د “استانبول پروسې” او پرېکړو تعقيب دى چې تېر کال په نوامبر کې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شو.

د استانبول په کنفرانس کې چې د سيمې او ځينې نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوى و، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.

 موسى زي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د اسيا زړه هېوادونه د نړۍ په کچه هغه سيمه ده چې له ډېرو ننګونو سره مخ ده.

ده وويل، چې د يادې ناستې ګډونوال به سره سلا شي چې د اسيا زړه هېوادونو ترمنځ پر سيمه ييزو اندېښنو، ګډو ګټو، ګواښونو او ننګونو په لوړه کچه له يو بل سره منظمې او مکررې سياسي مشورې وکړي.

هغه د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کول د دغه کنفرانس بله موخه ياده کړه او ويې ويل چې د ترهګرۍ، طبيعي پېښو او له نشه يي توکو سره د مبارزې، د سيمې د هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګولو او نورو برخو کې به په دې ناسته کې پرېکړې وشي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند په خبره د دې ناستې بله موخه به د افغانستان په اړه د سيمه ييزو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وي.

ده وويل، چې د اسيا زړه هېوادونو سيمه د نړۍ په کچه د ډېر نفوس لرونکې ده او په دې سيمه کې شته ننګونې، ګواښونه، فرصتونه او ګډې ګټې د دې لامل شوې، چې يو لړ سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي سيمه ييز سازمانونه په کې رامنځته شي.

ده که څه هم د دغو سازمانونو نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه، چې ټول يې په يو ډول د افغانستان په سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي مسايلو کې دخيل دي.

د جنوبي اسيا د هېوادونو د سيمه ييزې همکارۍ سازمان (سارک) د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان (ايکو) او د څو اړخيزه امنيتي همکاريو بين الدولتي سازمان (شانګهاى) له يادو سيمه ييزو سازمانونو څخه دي.

موسي زي وويل، چې په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس يوه موخه به دا وي چې په افغانستان کې د دغو سازمانونو نقش روښانه شي او يو د بل هڅې پياوړې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې افغانستان به ډېر ژر له امريکايي لوري سره پر امنيتي هوکړه ليک خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د روانې مياشتې په اومه ويلي و چې  له امريکايي لوري سره پر امنيتي هوکړه ليک خبرې پيل شوې دي.

د زلمي رسول په وينا، په دغه امنيتي هوکړه ليک کې به څرګنده شي، چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د امريکا څومره سرتېري پاتې کېږي، دندې به يې څه وي او څنګه به يې په افغانستان کې شتون قانوني شي.

د افغانستان او د متحدو ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په سند کې يادونه شوې، چې تر لاسليک وروسته دواړه لوري د خپلو کورنيو تګلارو له مخې پر دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک خبرې پيلوي او هڅه کېږي، چې په يوه کال کې بشپړ شي.

دغه سند چې تېره مياشت د افغانستان او امريکا ولسمشرانو لاسليک کړ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له لوري تاييد شو.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version