اسعداباد (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): د کونړ د دانګام ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په يوه وسلوال بريد کې ووژل شو.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسلوالو د ولسوالۍ پر مرکز کې د ملي امنيت پر مدير غلام حبيب وسلوال بريد کړى، چې نوموړى په کې ځاى پرځاى ووژل شو.
واصفي وايي، چې بريد کوونکي له بريده وروسته په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې غلام حبيب يې نن سهار په يوه غلچکي بريد کې وژلى دى.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن