ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بريد کې د دولت ٢١ وسلوال مخالفين ووژل شول

20 Jun 2012 - 14:57
20 Jun 2012 - 14:57

اسعداباد (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د کونړ چارواکو د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د ٢١ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات له پرون راهيسې په وټه پور  او ماڼوګي ولسواليو کې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال د ايساف په هوايي بريد کې ٢١ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د والي وياند وايي، دغه عمليات وروسته له هغه ترسره شول، چې وسلوالو مخالفينو په وټه پور او ماڼوګي ولسواليو کې د ګډو ځواکونو پر مرکزونو بريدونه وکړل.

د واصفي په وينا، په دغو بريدونو کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي عملياتو کې په وټه پور کې پنځه او په ماڼوګي ولسوالۍ کې ١٦ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغو هوايي بريدونو کې د دوى د لومړنيو معلوماتو له مخې، ١٩ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په وټه پور ولسوالۍ کې درې بهرني سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياتوي، چې په دغو بريدونو کې يو کورنى او يو بهرنى سرتېري هم ټپي شوي دي.

مجاهد د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړل.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version