اسعد اباد ( پژواک، ١٤ زمرى ٩١ ) : افغان او ايساف چارواکي وايي ،چې په کونړ ولايت کې د هوايي بريد امله ١٨ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايساف ځواکونو تېره شپه د وټه پور ولسوالۍ د سانګار په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر مورچو بمبار کړى دى.
هغه زياته کړه ، چې په دې بمبار کې ١٨ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
والي وايي، چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې، چې په وژل شويو کې د وسلوالو طالبانو مهم قوماندانان او يا هم بهرني وسلوال شامل دي که نه.
په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم وايي ،چې په وټه پور ولسوالۍ کې يې پر مخالفينو بريد کړى او ګڼ شمېر يې وژلي دي.
ديادونې ده،چې وسلوالو طالبانو پرون د کونړ ولايت پر څو ولسواليو په يوه وخت کې بريدونه کړي وو.
ځايي چارواکي وايي ،چې په دې بريدونو کې دوه پوليس ټپيان او دوه ولسي وګړي وژل شوي وو.
خو وسلوالو طالبانو بيا د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه.
بلخوا د کونړ والي وايي ،چې له پرون راهيسې پاکستانيو ځواکونو پر دانګام ولسوالۍ ٦٠ توغندي ويشتلي دي.
هغه زياتوي ،چې په دې بريدونو کې ځاني زيان نه دى اوښتى، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن