کابل، اسعد اباد ( پژواک، ١٥ زمرى ٩١ ) : ايساف وايي ،چې د کونړ پر وټه پور ولسوالۍ په هوايي بريد کې د القاعدې یو مهم مشر له خبل مرستیال سره وژل شوی دی.
دا بريد د تېرې جمعې په ورځ يوه ورځ وروسته له هغه وشو، چې وسلوالو طالبانو د کونړ پر اتو ولسواليو په يوه وخت بريدونه وکړل .
په دې بريدونو کې عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ايساف پرون ويلي و ، چې د وټه پور ولسوالۍ په هوايي بريد کې شپږ تنه وژل شوي، خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وژل شويو مخالفينو شمېره ١٨ تنه ښودلې وه.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د وټه پور ولسوالۍ د جمعې د ورځې په هوايي بريد کې په وژل شويو کسانو کې د القاعدې مهم مشر او دهغه مرستیال شامل دی.
سرچينې زياته کړې، چې د القاعدې مشر مفتي اسد نومیده چې په مفتي پنجابي ، عبدالقدوس او سفيان مشهور و.
ايساف وايي، چې مفتي اسد په کونړ ولايت کې د القاعده ډلې د عملياتو مشري او د لسګونو وسلوالو قومانده يې پر غاړه لرله.
په خبرپاڼه کې دغه راز زياته شوې ،چې هغه د کونړ ولايت ترڅنګ د سيمې په نورو ولايتونو کې هم بريدونه تنظيمول.
ايساف ويلي ، چې مفتي اسد د ماينونو جوړولو ماهر هم و او خپلو وسلوالو ته يې په دې برخه کې روزنه هم ورکوله.
ايساف د خپلو استخباراتي سرچينو په حواله ليکلي، چې په دې هوايي بريد کې د اسد مرستيال يوسف هم وژل شوى دى.
وسلوالو طالبانو که څه هم د ايساف د تازه ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى وياند ذبيح الله مجاهد پرون ويلي و ، چې د وټه پور په بمبار کې يې دوه ملګري وژل شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن