ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى: د وټه پور ولسوالۍ په پېښه کې وژل شوي کسان عام وګړي دي

پلاوى: د وټه پور ولسوالۍ په پېښه کې وژل شوي کسان عام وګړي دي

author avatar
16 May 2012 - 12:15
پلاوى: د وټه پور ولسوالۍ په پېښه کې وژل شوي کسان عام وګړي دي
author avatar
16 May 2012 - 12:15

اسعداباد (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي له خوا کونړ ته د تللي پلاوي مشر وايي، چې ايساف ځواکونو په وټه پور ولسوالۍ کې پنځه عام وګړي وژلي دي.

ياده پېښه درې ورځې مخکې د وټه پور ولسوالۍ د ده وز په غرنيزه سيمه کې رامنځته شوې وه.

خو ايساف وايي چې دوى وسلوال مخالفين وژلي، ځايي اوسېدونکي په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل بولي.

د ياد پلاوي يوه غړي او په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي حاجي محمدامين د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسي جرګې د غړي مولوي شهزاده شاهد په مشرۍ نهه کسيز پلاوى دغه ولايت ته ورغلى دى.

هغه زياته کړه، چې په پلاوي کې په ملي شورا کې د کونړ د خلکو استازي، د کورنيو او دفاع وزارتونو، ملي امنيت، سيمه ييزو ارګانونو او د ارګ استازي شامل دي.

د دغه پلاوي مشر او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد نن له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ايساف په وټه پور ولسوالۍ کې پنځه عام وګړي وژلي او دوه يې ټپي کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې يوه مېرمنه، دوه نجونې، يو ماشوم هلک او يو لوى سړى شامل دى، يو سړى او يوه ښځه ټپي شوې ده.

مولوي شاهد وويل، چې دوى د سيمې له اوسېدونکو، قومي مشرانو، علماوو او د ولايت له چارواکو سره تر ليدنې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې وژل شوي عام وګړي دي.

نوموړى وايي، چې د خپلو پلټنو او څېړنو پايلې به ډېر ژر په کابل کې ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي.

ده زياته کړه: ((ايساف په وټه پور ولسوالۍ کې په ترسره شوو عملياتو کې پنځه کسان وژلي، که دا يې قصداً کړي او که سهواً خو وژل شوي عام وګړي دي.))

د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل پژواک ته وويل، چې امريکايان دلته د دوستۍ په نوم راغلي او د دوستۍ په نامه افغانان وژني.

هغه زياته کړه: ((که دوى موږ وژني، بيا يې دوستۍ ته هېڅ اړتيا نه لرو.))

له دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي له خوا لېږل شوى پلاوى او د کونړ يو شمېر خبريالان پرون وټه پور ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې سيمې له اوسېدونکو او د زيانمنو کورنيو له غړو سره يې وکتل.

د محمدقدير په نوم د يادې سيمې يوه سپين ږيري پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ماشومانو په غره کې بوټي راټولول، چې د ايساف له خوا پرې بمبار وشو.

هغه زياته کړه، چې په دغه بمبار کې د ده دوه لمسيانې، چې عمرونه يې اته او ١٢ کاله وو، ووژل شوې.

د نوموړي په وينا، د يوه بل کور يوه ښځه د هغې خاونداو لس کلن زوى يې وژل شوي دي.

د ده وز کلي يوه بل اوسېدونکي انجنير شاه محمود راغلي پلاوي ته وويل، چې د ايساف په هوايي بريد کې ټول ولسي وګړي وژل شوي او هلته مخالفينو هېڅ شتون نه درلود.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې ايساف کوم ثبوت او يا ويډيو لري، چې وسلوال يې وژلي وي، نو موږ نه يواځې ورته خپل مړي بښو، بلکې بښنه هم ترې غواړو.))

د ياد پلاوي غړى حاجي امين وايي، چې دوى نن له ولايتي، ملکي او امنيتي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي او بيا به خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو يوه وياند ډګرمن جيمي کيومنګز بيا دا اعاوې ردوي، چې ګواکې دوى په کونړ کې عام وګړي وژلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د عامو وګړو د وژلو ادعاوې په سيمه کې د مخالفينو له خوا راپورته کړاى شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((له عملياتو مخکې او له عملياتو وروسته زموږ ارزونې ښودلې چې په سيمه کې وسلوالو مخالفينو شتون درلود، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي دي.))

د ايساف ياد شوي وياند وويل، چې دغه عمليات يې په سيمه کې د القاعدې د يوه قوماندان پر ضد ترسره کړي، چې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې يې لاس درلود.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ايساف له خوا يو ځل بيا د عامو وګړو د وژلو پېښې زياتې شوې دي.

شاوخوا لس ورځې مخکې د بادغيس او هلمند ولايتونو په دوو بېلابېلو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ عام وګړي وژلي دي.

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو سوله ساتو (ايساف) او امريکايي ځواکونو په ګډه پر دغو پېښو بښنه غوښتې او په دې برخه کې يې د پلټنو اعلان کړى دى.

د ايساف په يوه خبرپاڼه کې راغلي وو: ((جنرال الن به ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکوي، چې دوى به تر خپله وسه له دې وروسته هڅه کوي، چې دا ډول پېښې يا تکرار نه شي او يا يې هم کچه ټيټه شي.))

ايساف ويلي، چې که په پلټنو کې څوک د دغو پېښو عامل وپېژندل شو، نو له هغه سره به قانوني چلند وشي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.