ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالي: که پر دوستم لګېدلى تور ثابت شو، اعدام يا به عمري بندي شي

12 Jun 2012 - 14:06
12 Jun 2012 - 14:06

کابل ښار (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): لويه څارنوالي وايي، که چېرې د دوستم له لوري د امو سيند د نفتي حوزې د استخراج چارو ته د خنډ رامنځته کولو په اړه تورونه ثابت شي، د اساسي قانون له مخې به نوموړى په عمري بند او يا اعدام محکوم شي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د امنيت ملي شورا دوه ورځې وړاندې د ملي جنبش مشر او د ملي جبهې وتلى غړى جنرال دوستم د نفتي حوزې د استخراج چارو ته د خنډ رامنځته کولو په تور په ملي خيانت تورن کړ.

د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري نن (د غبرګولي ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې د امنيت ملي شورا له لوري د دې موضوع د تعقيبولو مکتوب لويې څارنوالۍ ته رو ورسېد، نو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((که دا تورونه پر جنرال دوستم ثابت شي، جزا يې د قانون له مخې دايمي بند او يا اعدام دى.))

نظري وويل، که چېرې دا تورونه د ملي جبهې په دغه مهم غړي ثابت شي، هغه به د ملي خاين په نوم هم وپېژندل شي.

د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود تېره ورځ د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې پر جنرال دوستم پورې شوى تور رد کړ او ويې ويل، چې د دې جبهې مشران ملي خاينين نه دي.

هغه ادعا وکړه، چې حکومت د سياسي مشرانو او حرکتونو پر ضد د دسيسو په جوړولو غواړي، څو خپل ځواک ته ادامه ورکړي.

مسعود وويل: ((ملي خاينين موږ نه بلکې هغه څوک دي چې کابل بانک يې لوټ کړ، هغه کسان دي چې د دفاع وزارت له پيسو يې په کندهار ښار کې ښارګوټي جوړ کړل او د درغليو له لارې په ټاکنوکې بريالي شول.))

دا په داسې حال کې ده، چې د امنيت شورا دوه ورځې مخکې د يوې غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله، څو په بېړه د امو سيند د نفتي حوزې د استخراج د پروژې د امنيت د ساتلو لپاره ٣٠٠ امنيتي ځواکونه وګوماري.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په دې حوزه کې ٨٧ ميليونه بېرله نفت اټکل شوي، خو ښايي چې دا کچه څو برابره زياته وي او هلته اوبلن ګاز هم شتون ولري.

د دې نفتي حوزې زياته برخه په سرپل ولايت او يوه برخه يې د فارياب په ولايت کې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version