ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې

14 Jun 2012 - 15:43
14 Jun 2012 - 15:43

کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره پر ګډو هڅو او له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو موسسو د استازو په ګډون نن له غرمې مخکې په کابل کې پيل شو.

د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب او د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور رامنځ ته کولو پر لارو چارو د خبرو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه جوړ شوى دى.

د استانبول په کنفرانس کې، چې د سيمې او ځينو نورو هېوادونو د استازو په ګډون تېر کال په نوامبر کې جوړ شو، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.

په افغانستان د ناټو ملکي استازي سايمن ګېس د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې وويل، چې د دې سيمې هېوادونه بايد د ښه راتلونکي لپاره د ستونزو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

هغه وايي، چې دمګړۍ په سيمه کې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دى، خو کافي فرصتونه هم لري، ترڅو له دغو ستونزو څخه ځان خلاص کړي.

هغه وايي، چې د شيکاګو په غونډه کې ګڼ شمېر هېوادونو د افغان ځواکونو د روزلو او تجهيز په برخه کې د مرستې ژمنې کړې دي.

د ده په وينا، د ترهګرو د ځپلو او د نشه توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره بايد د سيمې هېوادونه هم لاس سره يو کړي.

ده وويل، چې نړيواله ټولنه د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره په ټولو برخو کې د مرستو لپاره ژمنه ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده عرب اماراتو استازى پاريس المزروعي د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې وويل، چې افغانستان په سيمه کې د ارتباطي پله حيثيت لري او بايد سولې او ثبات ته يې جدي پاملرنه وشي.

هغه په دې برخه کې د استانبول پروسې رول مهم وباله او له افغان حکومت نه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د شته ثبات د ساتنې لپاره متعهد واوسي.

ده وويل، چې متحده عرب امارات د استانبول له پروسې ملاتړ او په سيمه کې په ځانګړې توګه له افغانستان سره په خپلو ژمنو ټينګار کوي.

خو سرچينې د خپل هېواد د ژمنو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

دغه راز په دې غونډه کې د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير سون ډال وويل، چې له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد او د استانبول له پروسې ملاتړ کوي.

د ده په وينا، که څه هم ډنمارک د سيمې هېوادونو په کتار کې نه راځي، خو په افغانستان کې ثبات نه يواځې د سيمې لپاره بلکې د ډنمارک په ګټه هم دى.

په دې غونډه کې، د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيوډو ويسټرويل د استانبول پروسې له پيل وروسته دغه کنفرانس يوه ستره لاسته راوړنه او پايلې يې د سيمې او افغانستان په ګټه بولي.

د هغه په وينا، له افغانستان سره د جرمني د همکاريو ژمنې به دوام مومي او هېڅکله به افغانستان يواځې پرې نه ږدي.

ده هم په دې اړه د خپلو مرستو په څرنګوالي خبرې ونه کړې.

سرچينې زياته کړه، چې ټول هېوادونه او د افغانستان ګاونډيان بايد وروسته له دې افغانستان ته له بل ليد لوري وګوري او د ثبات د ټينګښت پر وړاندې يې دې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

د چين د بهرينو چارو وزارت مرستيالې فوينګ د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې وويل، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټيګښت ترڅنګ بايد هڅې وشي، چې د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ هم وساتل شي.

هغې زياته کړه، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا په برخو کې د سيمې او نړۍ د نورو هېوادونو جدي مرستې ته اړتيا لري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، چين له افغانستان سره د ښوونې او روزنې په برخو کې د مرستې ترڅنګ لېوال دى، چې د دغه هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.

دې وويل، چې چين خپل پانګه وال په افغانستان کې پانګوني ته هڅوي ترڅو افغانانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير راشد مري روف د خپل هېواد په استازيتوب په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ.

هغه وويل، چې ترکمنستان به له افغانستان سره د برېښنا، ترانسپورت، پوهنې او ښې حکومتدارۍ په برخو کې مرستې وکړي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ترکمنستان له دغه هېواد څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد پر ژمنه چې د ژنيو په غونډه کې يې د افغانستان له ولسمشر سره کړې، ولاړ دى.

 دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف وويل، چې هېواد به يې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو د روزنې، کرنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د ګاز پايپ لاين او تخنيکي ښوونځيو په برخو کې مرستې وکړي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير يرژان کزاخانوف په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره په اقتصادي، ښوونيزو او ټولنيزو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه، خو ويې ويل چې د داسې پروژو د پلي کولو لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت ته اړتيا ده.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير امروخان ظريفي وويل، چې هېواد يې له افغانستان سره د بنسټيزو پروژو په برخه کې مرستو ته ژمن دى.

دى وايي، چې تاجکستان به د افغانستان او سيمې د اقتصاد د پياوړتيا په موخه د پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د ترانزيټي لارو په جوړولو کې مرستې ته چمتو دى.

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير حسين ايسو هم وويل، چې افغانستان د امنيت د ټينګښت او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د سيمې د هېوادونو زياتې مرستې ته اړتيا لري.

ده وويل، چې د افغانستان له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه بايد په دغه هېواد کې پانګونه وشي.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې پر سترو پروژو پانګونه کولاى شي، د دغه هېواد اقتصادي ستونزي تر ډېره بريده هوارې کړي.

دى وايي، قرغزستان د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره پوره هڅې کوي.

همداراز په دغه کنفرانس کې د اذربيجان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اراز عظيموف هم په افغانستان کې د سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د کاونډيو او سيمې هېوادونو مرستې اړينې وبللې.

هغه زياته کړه، چې دغه شان کنفرانسونه افغانستان ته د دې زمينه برابروي چې د سيمې هېوادونو په مرسته خپلو ستونزو ته د حل لپاره لار پيدا کړي.

د هند د قانون او عدالت وزير سلمان خورشيد د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره سيمه ييزې همکارۍ اړينې وبللې او زياته يې کړه، چې هېواد يې د استانبول له پروسې او هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې په سيمه کې د ثبات لامل کېږي.

ده وويل، چې هند هم له افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دى.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ترکي ام سعود وويل، چې هېواد يې په سيمه او افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د ده په وينا، افغانستان په ناسم اقتصادي وضعيت کې دى او نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

هغه وويل، هېواد يې ژمن دى چې له اړتيا او د افغانستان د حکومت له لومړيتوبونو سره سم په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

 د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم جعفر سون هېګ وويل، چې هېواد يې په سيمه او افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې له افغانستان سره په تېرو لسو کلونو کې مرستې کړې دي.

ده وويل، چې د اسيا د زړه هېوادونه بايد د افغانستان د ستونزو د لرې کولو او اړتياوو د پوره کولو لپاره هر اړخيزې مرستې وکړي.

دى وايي، هېواد يې چمتو دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره د امنيت د ټينګښت، له ترهګرۍ سره په مبارزې او تحصيلي بورسونو په برخو کې مرستې وکړي.

د جاپان د پارلماني چارو وزارت مرستيال ريوجي يماني د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره مهم وباله.

 ده وويل، هېواد يې لېوالتيا لري چې له افغانستان سره له ٢٠١٤ کال وروسته هم د سولې ټينګښت او بيارغونې په برخو کې مرستې وکړي.

 ده وويل، چې هېواد به يې د توکيو په نړيوال کنفرانس کې چې په راتلونکې مياشت کې جوړيږي، له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

 دغه راز د ناروې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ترکير لارسن وويل، هېواد يې چمتو دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته د پوهنې، روغتيا او بيارغونې په برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت کې د سيمې د هېوادنو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې ناروې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د مصر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد اعجازي هم د سولې له پروسې د ملاتړ د اعلان تر څنګ وويل، چې هېواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته د پوهنې، روغتيا او پوليسو د روزنو په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

دغه راز د عراق د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمدجواد الدوکي هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې به د خپل هېواد تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.

 ده له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د سپارلو پروسه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې مهمه وبلله.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټيفن ډيموسټرا وويل، هېواد يې غواړي په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د پام وړ ونډه ولري او له افغانستان سره د پوليسو د روزنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې او بيارغونې په برخو کې مرستې وکړي.

دغه راز د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال پاسکال کانويم هم د سولې له پروسې د ملاتړ تر څنګ وويل، چې هېواد به يې له افغانستان سره د رېل پټلۍ، سرک جوړونې، پوهنې او روغتيا په برخو کې مرستې وکړي.

په کابل کې د کاناډا سفير ګلين ډيويډ سون په ياد کنفرانس کې وويل، چې هېواد يې د استانبول له پروسې او ټول هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د افغانستان د ثبات لامل ګرځي.

هغه وويل، چې کاناډا له اداري فساد سره د مبارزه، د ګمرکي سيسټم په پياوړي کولو او له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د ترانزيټي سيسټم د پياوړي کولو په برخو کې له هڅو ملاتړ کوي.

دغه راز دى وايي، چې هېواد يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريز ترانيزيټي تړون (اپټا) له عملي کېدو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د مصئونيت لامل کېږي، هم ملاتړ کوي.

همدارنګه سرچينې وويل، چې کاناډا د افغان ځواکونو د پياوړي کولو، تجهيز او روزنې له بهير څخه هم ملاتړ کوي او هڅه کوي چې افغانستان د يو پياوړي هېواد په توګه شتون ولري.

په کابل کې د فنلنډ سفير پولي جروينپا هم د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې هېواد يې د استانبول له پروسې څخه چې د افغانستان او سيمې د ثبات لپاره هڅه ده، ملاتړ کوي.

دغه راز هغه وويل، چې د اروپايي هېوادونو همکاريو د نړۍ بڼه بدله کړې او دغه هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې په افغانستان او د سيمې هېوادونو کې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

سرچينې وويل، فنلنډ غواړي چې د استانبول پروسې په هره غونډه کې برخه اخلي؛ ځکه چې دغه پروسه د سيمې هېوادونو په منځ کې د اعتماد رامنځ ته کولو لپاره ښه هڅه ده.

دغه راز په نننۍ غونډه کې په کابل کې د هسپانيې سفير جون جوسي روبيو ورکيه هم د استانبول له پروسې ملاتړ وکړ.

د هغه په وينا، هېواد به يې په راتلونکي کې هم د پخوا په څېر د افغانستان امنيتي سکټور د پياوړي کولو او د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي يان کوبېش وويل، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا باور لري، چې د سيمې هېوادونو ترمنځ باور کولاى شي، امن او ثبات را منځته کړي.

هغه وويل، چې افغانستان او د دې سيمې نور هېوادونه بايد په خپله سيمه کې امن او ثبات د ټينګښت لپاره د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

ده زياته کړه، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ په برياليتوب سره پر مخ روانه ده.

د ده په وينا، ګڼ شمېر هېوادونو ژمنې کړې، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا، ښې حکومتوالۍ او وړتياوو د لوړولو په برخو کې به مرستې کوي

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version