جلال اباد (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د ننګرهار ولايت له روغتونونو او کلينيکونو سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت د دوه سوه قلمه درملو مرسته وشوه.
په جلال اباد کې د هندوستان کونسل جنرال درندرا سنګهـ (DHIRENDRA SINGH) چې نن (د غبرګولي ٢٥مه) والي ګل اغا شېرزي ته يې رسماً درمل او د درملو اسناد سپارل پژواک ته وويل، هېواد يې له افغانانو سره هر اړخيزو مرستو ته ژمن دى.
نوموړي زياته کړه، په جلال اباد ښار کې د ملي راډيو ټلويزيون د سترې ودانۍ جوړول او د ښوونځيو تعميرونه د دوى د دولت ژمنتيا ثابتوي.
هندي کونسل وويل، چې مرسته شوي درمل د لوړ کيفيت درلودونکې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دوه سوه قلمه درملو کې د زړه او چنګاښ ناروغيو درمل هم شتون لري.
د هندوستان کونسل وويل، چې والي ګل اغا شېرزي په افغانستان کې د هندوستان له سفير او د جلال اباد له کونسلګرۍ څخه غوښتنه کړې، چې د نوي ډهلي د مکس روغتون په څېر دې يو روغتون جوړ کړي.
درندرا وويل، چې دغه غوښتنه يې خپلو لوړ پوړو چارواکو ته رسولې او هيله من دى چې ښه پايله به ولري.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د هند له دولته مننه وکړه، چې د ده په غوښتنه يې د ولسوالۍ له کلينيکونو سره د درملو مرسته وکړه.
د هغه په وينا، دا چې هندوستان له افغانستان سره درېيم ستر مرسته کوونکى هېواد دى، په پام کې لري، چې له ننګرهاره د ملي سوداګرو يوه ډله ډهلي ته ولېږي څو سوداګري وده پيدا کړي او د سوداګرۍ په برخه کې هم د هندوستان مرستې را جلب شي.
ګل اغا شېرزي وويل، چې تېره مياشت يې د خپلې درملنې پر مهال د هند د بهرنيو چارو له مرستيال وزير څخه د يو مجهز روغتون جوړولو غوښتنه کړې او څو ورځې وروسته به په دوبۍ کې د يو شمېر هېوادونو په سيمينار کې دغه غوښتنه بيا غبرګه کړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د هند له مرستې د مننې ترڅنګ وويل، چې مرسته شوي درمل به هغو کلينيکونو ته ورکړي، چې اروپايي اتحاديه ورته درمل نه ورکوي او د افغان دولت پر مټ چلېږي.
نوموړي له هندي کونسله غوښتنه وکړه، چې د سرطاني ناروغيو د علاج په موخه دې ورته د شعاع اسانتياوې او د زړه د جراحۍ د عملياتو طبي وسايل ورکړي.
د يادونې ده، دوه مياشتې وړاندې د هند د دولت له لوري د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزون د سترې ودانۍ چارې هم د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت سره پاى ته رسېدلې وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن