ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د تېلو بيې ټيټې شوې

14 Jun 2012 - 11:11
14 Jun 2012 - 11:11

کابل ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو بيې لوېدلي، خو د سرو زرو او ځينو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک کارکوونکي محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يو لېتر ډېزل په ٥٧ افغانۍ او پټرول په ٦٠ افغانۍ پلوري.

دى وايي، چې تېره پنجشنبې يې يو لېتر ډېزل په ٦٢ افغانۍ او يو لېتر پټرول يې په ٦٥ افغانۍ پلورل.

هغه د تېلو د بيو د لوېدو په اړه وويل: ((داسې ويل کېږي چې کابل ښار ته له حيرتان بندر څخه تېل زيات راوړل شوي، نو ځکه يې بيې لوېدلې دي.))

خو د تايمني پروژې د پنځم سړک يو ګاز پلورنکى عبدالله وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٤٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه د پنځوس افغانيو په لوړوالي سره ٢٢٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه د پنځوس افغانيو په لوړوالي سره ١٩٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه د پنځوس افغانيو په لوړېدو سره١٨٥٠ افغانۍ او د پنځوس کيلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه د سلو افغانيو په لوړېدو سره ٣٠٠٠ افغانۍ ده.

هغه د بورې او وريجو د بيې د لوړېدو لامل د دغو توکو کموالى وباله.

خو هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو بيه ٩٨٠ افغانۍ، د ٥ کيلو سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

ياد خوراکي توکي په عمده ډول په يادو بيو پلورل کېږي، خو په پرچون ډول د دغو توکو بيې د ښار په بېلابېلو ځايونو کې توپير لري.

د کابل ښار د قلعه فتح الله سيمې هټۍ وال شمس الحق وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلو لومړۍ درجه سېله وريجې په ٣١٥٠ افغانۍ او ٥٠ کيلو برازيلۍ بوره په ١٩٤٠ افغانۍ پلوري.

هغه زياته کړه، چې ٥٠ کيلو پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، ٥ کيلو سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٨٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٣٠ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٥٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٣٥ افغانۍ وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version