غزني ښار (پژواک ۲۷ غبرګولى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې اتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا مرستيال وياند نظيف سلطاني د غبرګولي په ۲۷ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړل.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې له امله يې څلور وسلوال طالبان ووژل شول، يو ټپي شو او درې نور ونېول شول.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې پرمهال د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات اوس هم په سيمه کې روان دي.
سلطاني وايي: ((په دغو عملياتو کې زموږ ځواکونو ته په زياته اندازه وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.))
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې د ملي اردو لخوا په ډېرى ولسواليو کې عمليات روان دي، چې د چارواکو په وينا، تراوسه ګڼ شمېر وسلوال مخالفين په کې وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن