ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استرالیا غواړي چې اروزګان ته پاملرنه ډیره کړي

16 Jun 2012 - 19:05
16 Jun 2012 - 19:05

ترینکوټ( پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۱): د افغانستان او پاکستان لپاره د استرالیا استازی وایی ، چې اروزګان ته به خپله پاملرنه ډیره کړي، ترڅو د پرمخ تللو ولايتونو په ليکه کې راشي.

 دا څرګندونې نن د افغانستان او پاکستان لپاره د استرالیا استازي ريک سميت (  Ric Smith  )  دی ولایت ته د سفر پرمهال د اروزګان له والي امیر محمد اخندزاده سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې .

 هغه وايي ، چې د اروزګان له والی سره یی پر دې هم خبری وکړې، چی څنګه کولای شي په اروزګان کې له بهرنيو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسې له پلي کېدو وروسته پرلومړیتوبونو کار وکړي .

 ټاکل شوې ده ، چې د مسووليتونو د لېږد د درېيم پړاو په عملي کېدو سره، چې د اروزګان ټول اداري واحدونه هم په کې شامل دي ، د هېواد ۷۵ سلنه نفوس له امنیتي اړخه د افغان ځواکونو تر امنیتي پوښښ لاندې راشي.

 د مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو دا مهال روان دى او په پام کې ده، چې د ٢٠١٣ کال تر نيمايي ددې پروسې ټول پړاوونه پلي شي.

 خو ريک سميت ، چې دا يې اروزګان ته پنځم سفر دى، ونه ويل چې په اروزګان کې ددې پروسې تر بشپړېدو وروسته به پر کومو لومړيتوبونو کار وشي او استراليا به په اروزګان کې په کومو برخو کې مرستې وکړي.

 دا مهال په دې ولايت کې استراليا ١٥٥٠ سرتېري لري ، چې د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې فعاليت کوي او استراليا په تېرو کلونو کې د ماشومانو د حقونو د ساتنې او په ځينو نورو برخو کې مرستې کړې دي .

 په دې وروستو کې افغانستان له استراليا سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه هم کړې ده .

 د اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده ، دې ولايت ته د ياد شوي استراليايي چارواکي پر ورتګ خوښي وښوده او ويې ويل، چې دې ولايت ته د ياد شوي چارواکي ورتګ د هغه د پاملرنې په مانا دى.

 ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د استرالیا له ځانګړي استازي سره يې د بيارغونې پر چارو خبرې کړي او هغه په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده .

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version