فيض آباد ( پژواک ٢٧ غبرګولى٩١): په بدخشان کې د عملياتو د همغږۍ د مرکز قومانداني وايي، چې ددوه سرګروپانو په ګډون پنځه وسلوال مخالفين ددې ولايت په وردوج ولسوالۍ کې ووژل شول.
ددې مرکز قوماندان جنرال محمد اسحق تمکين نن ( د غبرګولي ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال مخالفين تېره شپه د وردوج ولسوالۍ د سُترب په کلي کې د ملي اردو دکوماندو او ايساف ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه ، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه سرګروپان ملا محمد سليم او ملا محمد امين هم شامل دي.
جنرال تمکين زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې دوه وسلوال طالبان ټپيان شوي هم دي.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې په وردوج ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په عملياتو کې، چې ديوه قوماندان د نيولو په موخه پر لاره اچول شوي وو، څو تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې دغه قوماندان په بدخشان ولايت کې پر افغان ځواکونو د بېلابېلو بريدونو همغږى کوونکى او په دې ولايت کې د طالبانو لخوا د والي په توګه نومول شوى و، خو سرچينې د هغه نوم نه دى ياد کړى او د برخليک په اړه يې هم څه نه دي ويلي.
په خبرپاڼه کې راغلي ؛ کله چې امنيتي ځواکونه ددې قوماندان موقعيت ته ورسېدل، تر ډزو لاندې راغلل، خو د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې دهغوى څو تنه ووژل شول او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترې ترلاسه شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن