ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې درې پاکستاني او دوه افغان طالبان ووژل شول

17 Jun 2012 - 12:11
17 Jun 2012 - 12:11

غزني ښار (پژواک ۲۸ غبرګولى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې درې پاکستاني او دوه افغان طالبان وژلي او درې نور يې ژوندي نيولي دي.

په غزني ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان خيرمحمدبارز د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال يې تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا په سيمه کې د عملياتو پر مهال وژلي او نيولي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې درې پاکستاني او دوه افغاني طالبان دي او په نيول شوو کې يو عرب وسلوال او دوه افغانان دي.

 نوموړي زياته کړه، په دغو عملياتو کې، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا ترسره شول، د وسلوالو طالبانو او د دوى ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

قوماندان زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته هم دوى ته ورسېده او په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نيول شوي عرب وسلوال خپل نوم عبدالله وښود او په ياده نښته کې د ملي اردو سرتېرو له خوا ټپي شوى او اوس مهال د ملي اردو له لوري تر درملنې لاندې دى.

نوموړي پژواک اژانس ته ومنله، چې هغه د عربي متحده اماراتو اوسېدونکى دى او د پاکستان د ای. اېس. اى له لوري افغانستان ته د جګړې لپاره استول شوى و.

ده وويل: ((زه راغلى يم، چې له کفارو، مرتدو او ملي اردو سره جنګ وکړم او زه د پاکستان د ای. اېس. ای ادارې له خوا دلته رالېږل شوى يم.))

نوموړي که څه هم يو څه په پښتو ژبه هم خبرې کولاى شوې، خو ډېر په عربي ژبه غږېده او خپل عمر يې تر شلو کالو ښوده.

د يادونې ده، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو ځواکونو له نيول شوو او وژل شوو وسلوالو طالبانو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا کوي چې نن سهار يې د غزني ښار اړوند د نوغي په سيمه کې پر افغان ځواکونو بريد کړى او درې پوليس وژلي دي، خو امنيتي چارواکي بيا دغه ادعا ردوي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version