ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په يوه خصوصي ښوونځي کې په انګليسي د اکسفورډ نصاب تدريس کېږي

17 Jun 2012 - 18:57
17 Jun 2012 - 18:57

کندهار ښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): د کندهار په يوه خصوصي ښوونځي کې د لومړي ځل لپاره ماشومانو ته په انګليسي ژبه د اکسفورډ نصاب تدريس کېږي.

 په کندهار ښار کې د ويسا اکاډمي په نوم له تېرو څو مياشتې فعاليت پيل کړى، چې نن (د غبرګولي ٢٨مه) يې خپل لومړى تعليمي کال بشپړ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې زده کوونکو ته بري ليکونه ورکړل.

 د دغه خصوصي ښوونځي مسوول غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ويسا اکاډمي په کندهار ولايت کې د ماشومانو لپاره د معياري او پرمختللې زده کړو يوه نوې هڅه ده.

 هغه زياته کړه: ((کندهار ولايت، چې له ډېره وخته د نا امنيو او نورو ستونزو سربېره د ماشومانو لپاره د زده کړې د معياري ښوونځيو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي کړېږي، دغسې يوه مرکز ته يې اړتيا لرله.))

 د نوموړي په وينا، د دغه ولايت ګڼو اوسېدونکو، چې غوښتل يې په خپلو اولادونو معياري زده کړې وکړې، خپل ماشومان به يې ګاونډيو هېوادونو او يا هم کابل ته لېږل.

 دى وايي، په همدې بنسټ يې له خپلو يو شمېر ملګرو سره په ګډه د ويسا اکاډمۍ په نوم د خصوصي ښوونځي بنسټ کېښود او ماشومانو ته په کې په انګليسي ژبه د اکسفورډ پرمختللى نصاب تدريس کېږي.

 فروتن د نورو نصابونو په پرتله د دغه نصاب ښه والى په دې کې وباله، چې کتابونه يې هر کال د وخت له غوښتنو سره سم له پرمختګونو او زياتونو سره يو ځاى په نوې بڼه چاپېږي.

هغه د اکسفورډ د نړيوال نصاب يوه بله ځانګړتيا دا ياده کړه، چې د زده کړې په دغه سيسټم کې تر لومړي ټولګي مخکې د ډېرو وړو ماشومانو لپاره د وړکتون (Nursery) او چمتووالي (Prep) په نوم ټولګي هم لري.

 د ده په خبره، دا چې ويسا اکاډمۍ د پوهنې په ډګر کې نوى ګام ايښى، اوس مهال په کې د ٧٠ تنو په شا و خوا کې نجونې او هلکان زده کړې کوي.

 هغه په دې برخه کې له يوې بلې ستونزې هم يادونه وکړه او ويې ويل، چې د دې ځاى ښوونکي له دغه نصاب سره بشپړه بلدتيا نه لري، نو ځکه يې په دغه ښوونځي کې هغه ښوونکي په دندو ګومارلي، چې له هېواده بهر يې په اکسفورډ نصاب کې زده کړې او تدريس کړى دى.

 د کندهار ولايت يو شمېر هغه اوسېدونکي، چې اولادونه يې په دغه خصوصي ښوونځي کې د اکسفورډ نصاب له مخې زده کړې کوي، د زده کړو د دغه سيسټم ستاينه کوي او وايي، چې ماشومانو يې په لنډ وخت کې ډېر څه زده کړي دي.

 د حاجي همايون په نوم د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خپلې دوې لوڼې يې د دغه ښوونځي په وړکتون (Nursery) ټولګي کې داخلې کړې دي.

 هغه که څه هم يادونه وکړه، چې لوڼې يې ٤ او ٥ کلونه عمرونه لري، خو د دينيات او پښتو مضمون تر څنګ يې په انګليسي ژبه حساب، نظمونه، جملې او نور زده کړې دي.

 د نوموړي په وينا، له نورو ښوونځيو سره د دغه ښوونځي يو بل مهم توپير دا دى، چې نارينه او ښځينه زده کوونکي يې ځانګړى يونيفورم لري او د ښوونې تر څنګ يې ښې روزنې ته هم ډېره پاملرنه کوي.

 د ويسا اکاډمۍ د نرسري الف ټولګي زده کوونکي شپږ کلن محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې يې د څو مياشتو لپاره په يوه بل ښوونځي کې زده کړې کولې، خو چې کله دغه مرکز پرانيستل شو، پلار يې په کې داخل کړ.

 دى وايي، په دغه ښوونځي کې په ډېره مينه درس وايي، کتابونه يې د نورو ښوونځيو له کتابونو سره فرق لري او ښوونکيو يې ورته ډېر څه ور زده کړي دي.

 په کندهار ولايت کې که څه هم د دولتي ښوونځيو تر څنګ په دې وروستيو کې ګڼو خصوصي ښوونځيو فعاليت پيل کړى، خو دا لومړى ځل دى، چې په يوه خصوصي ښوونځي کې د دولتي مروج نصاب پر ځاى په انګليسي ژبه د اکسفورډ نصاب تدريس کېږي.

 په دغه ولايت کې د لسګونو خصوصي ښوونځيو تر څنګ د ٤٠٠ په شا و خوا کې دولتي ښوونځي شتون لري، چې تر ١٠٠ زيات يې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله تړلې پاتې دي، خو د پوهنې رياست چارواکي وايي، د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو هڅه کوي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version