کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي نوروزخان منګل او حميد حسن به د کرکټ له شل اووريز نړيوال جام څخه مخکې د لوبې جوګه شي.
د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان نوروزخان منګل دوه ورځې مخکې په کابل کې د ١٩ کلنو ځوانانو له لوبډلې سره د يوې ورځنۍ لوبې پر مهال منځنۍ ګوته ماتې شوه او تېره ورځ يې جراحي عمليات ترسره شول.
له دې څخه څو مياشتې مخکې د ملي لوبډلې بل پياوړى لوبغاړى حميدحسن هم په متحده عربي اماراتو کې د يوې لوبې پر مهال د زنګانه په ساحه کې ټپي شو او د هغه هم جراحي عمليات ترسره شوي دي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي مشر ډاکتر حامد شينواري نن (د غبرګولي ٢٨مه) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې اوس د دواړو لوبغاړو روغتيايي حالت ښه دى.
هغه زياته کړه، چې پرون د کابل په يوه خصوصي روغتون کې د ملي لوبډلې د کپتان نوروز خان منګل ګوته عمليات شوې او ډاکټر ورته د پنځو اوونيو ارام مشوره ورکړې ده.
ډاکتر حامد وايي، چې ملي لوبډله راتلونکې اونۍ د لويو وچو کرکټ سياليو په لړ کې ايرلينډ ته سفر کوي، خو له بده مرغه نوروز منګل په دغه سفر کې له لوبغاړو سره ګډون نه کوي.
نوموړي د نوروز منګل د ټپي کېدو په اړه وويل، چې دا د لوبې برخه ده، داسې پېښې په کې رامنځته کېږي، خو زياته يې کړه چې د هغه درملنه روانه ده.
هغه وويل، چې د ايرلينډ د سياليو لپاره د ملي لوبډلې بل تجربه لرونکى لوبغاړى کريم خان صادق د لوبډلې د کپتان او جاوېد احمدي يې د مرستيال په توګه ټاکلى دى.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې زياته کړه، چې حميدحسن اوس په انګلستان کې تر درملنې لاندې دى، ډاکټرانو ورته د تمريناتو اجازه ورکړې او اوس يې توپ اچونه هم پيل کړې ده.
د هغه په وينا، حميدحسن د کرکټ بورډ په مالي لګښت انګلستان ته لېږل شوى، خو ډاکټرانو د هغه د درېيم ځل جراحي عملياتو اجازه نه ده ورکړې.
ډاکټر حامد شينواري وويل، چې تر شل اووريز نړيوال جام مخکې به د ملي لوبډلې دواړه ټپي لوبغاړي حميد حسن روغ جوړ او بېرته به ملي لوبډله کې ورګډ کړى شي .
ټاکل شوې، چې د کرکټ شل اووريز جام سيالۍ د روان زېږديز کال ډ سيمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي.
د ملي لوبډلې کپتان نوروزخان منګل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه په ميدان کې د سليپ په ساحه کې ولاړ و، چې ناڅاپه توپ له ځمکې پورته او د ده منځنۍ ګوته پرې ولګېده او ماته شوه.
هغه زياته کړه: ((دا د لوبې يوه برخه ده، کله کله داسې پېښيږي، خو هېواد وال دې زما د ژر رغېدا لپاره دعا ګانې وکړي.))
نوموړي د خپل ځاى ناستي کريم صادق په اړه وويل چې هغه يو پياوړى او تجربه لرونکى لوبغاړى دى او هيله يې څرګنده کړه، چې د هغه په مشرۍ به ملي لوبډله ښه وځلېږي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن