کابل ښار(پژواک دچنګاښ لومړۍ نيټه ٩١): د هرات ولايت پوليس وايي،يوه ايراني وګړي،چې خپل هېواد ته يې د نشه يي توکو د قاچاق هوډ درلود، په اسلام قلعه بندر کې ونيول شو.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول، سمونوال نورخان نيکزاد، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دې ځوان مخکې له دې چې د تيلو په ټانکر کې ايران ته نشه يي توکي ولېږدوي، دهرات د سرحدي پولې په صفرې نقطه (د هرات د اسلام قلعه بندر) کې تر پلټنې لاندې راغى،چې له ټانکر څخه ١٣کيلوګرامه هيرويين تر لاسه شول.
د سرچينې په وينا، دې ايراني وګړي د تيلو ټانکر په هرات کې تش کړى و او غوښتل يې ،چې بېرته ايران ته ستون شي.
دهرات امنيتي مسوولان وايي، چې د روان کال په اوږدو کې، دا درېيم ايرانى دى،چې په دې ولايت کې له نشه يې توکوسره نيول کېږي.
د يادونې ده، چې د نشه يي توکو او مسکراتو په وړاندې د مبارزې، قضايي او عدلي مرکز ابتدايې محکمې،تېره مياشت يو ايرانى وګړى د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ٢٠ کلنو بند محکوم کړ.
نوموړي غوښتل،چې له نيمروز ولايت څخه ٥٥ کيلوګرامه هيرويين، ايران ته قاچاق کړي،چې د افغانستان د سرحدي پوليسو له لوري نيول شوى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن