ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار پاکولو ته حشر وشو

25 Jun 2012 - 12:16
25 Jun 2012 - 12:16

خوست ښار (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د خوست ښار د پاکولو په موخه لسګونو خلکو په يو ګډ حشر کې ونډه واخيسته او ښار يې پاک کړ.

د خوست ښار د پاکولو حشر نن (د چنګاښ ۵مه)  سهار شاوخوا اته بجې پيل شو او نږدې ١١ بجې پاى ته ورسېد.

د خوست ښاروالۍ مرستيال انجنير محمدشريف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه حشر کې دولتي مامورينو، ښوونکو، هټۍ والو او موټر چلوونکو ګډون کړى و.

د هغه په وينا، په حشر كې د څلورلارو پاكول، د سړکونو جاروكول او له ښاره د کثافاتو وړل شامل وو.

نوموړي زياته کړه، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو په دغه عمومي حشر كې برخه اخيستې وه، چې د  خوست ښاروالۍ په ګډون د بېلابېلو اتحاديو مشران او غړي هم په کې وو.

شريف وويل: ((پرته له دې ورځې هم موږ هره ورځ له ښار څخه لس موټره کثافات باسو، چې په دې كې هم د دېرشو په شاوخوا كې د ښاروالۍ کارکوونکي كار كوي او ښار پاكوي.))

د ده په خبره، ځكه يې د ښار د پاكولو لپاره ځانګړى حشر وکړ؛ چې دا مهال په ښار كې نفوس زيات دى او د پخوا په پرتله په کې د خلکو شمېر څو برابره ډېر شوی دی.

هغه په ښاريانو غږ وکړ، چې د ښار په پاک ساتلو کې ورسره مرسته وکړي او ټول کثافات د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شوو ځايونو کې واچوي.

په ښار كې هم خلكو له دغه كار څخه خوښي څرګنده کړه.

د خوست ښار د صنفي اتحاديې مرستيال انعام رحماني  پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په پاكولو كې ټولو دولتي او غير دولتي خلكو ځكه برخه اخيستې وه، چې دا د ټولو شريک ښار دى.

ده زياته کړه: ((زموږ  هڅه دا ده، چې هر وخت له ښاروالۍ سره د ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلو او دغه ښار د خپل کور په څېر پاک  وساتو.))

 په خوست ښار کې يوه دوکاندار امين الله امين وويل، چې دغه كار بايد همېشه ترسره شي؛ ځكه د ښار پاكوالى د ښاريانو د روغتيا  لپاره ډېره ګټه لري.

د هغه په وينا،  ښاروالۍ ته هم په کار ده، چې  د يو منظم پلان له مخې د ښار ټولې برخې پاکې وساتي.

د يادونې ده، چې څو ځلې مخکې هم د خوست ښار د ورته حشرونو له لارې پاک شوى و.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version