ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيدکرم ولسوالۍ ملکي څارنوال د بډو اخيستو په تور ونيول شو

26 Jun 2012 - 17:53
26 Jun 2012 - 17:53

ګردېز (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ ملکي څارنوال د ملي امنيت موظفينو لخوا د بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس ونيول شو.

د پکتيا والي جمعه خان همدرد د چنګاښ په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن د سيدکرم ولسوالۍ ملکي څارنوال ګل اغا حبيب د بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس د ملي امنيت د موظفينو لخوا نيول شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه څارنوال تور دى چې له يو کس څخه يې ١٥٠زره کلدارې بډې اخيستې، چې لاس په لاس ونيول شو.

نوموړي زياته کړه، چې نيول شوى څارنوال دا مهال په امنيه قوماندانۍ کې دى او ورسره په بشپړ ډول به قانوني چلند وشي.

والي وويل: ((دغه قضيه به په بشپړ ډول د قانون په رڼا کې حل فصل شي او هېڅ فساد به په کې ونه شي او زه ژمن يم چې قضيه به په خپله تعقيبوم او تر اخره به يې څارنه کوم.))

د ده په خبره، د ياد څارنوال په اړه دوى ته له مخکې شکايتونه ورتلل، خو په اړه يې کره معلومات نه وو ترلاسه کړي، خو تر څار لاندې و.

دى وايي، چې د څارنوال په نيولو کې ورسره د سيمې خلکو ډېره همکاري کړې ده.

د والي په وينا، د يو شمېر نورو دولتي چارواکو په اړه هم دوى ته شکايتونه رسېدلي، چې په فساد کې ښکلېل دي او دا مهال يې تر څار لاندې نيولي دي.

پژواک هڅه وکړه، چې له نيول شوي څارنوال سره هم په دې اړه خبرې وکړي، خو ونه توانېد.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version