ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٢٠٠٧ په پرتله د افغان ماشومانو د مړينې په کچه کې ٣٣ سلنه کموالى راغلى

27 Jun 2012 - 20:37
27 Jun 2012 - 20:37

کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): يوه سروې ښيي، چې د ٢٠٠٧ کال په پرتله د ماشومانو د مړينې په کچه کې ٣٣ سلنه کموالى راغلى او په سروې کې شاملو ٩٢سلنه مېرمنو ويلي، له تاوتريخوالو سره مخ شوې، خوله ژوند څخه يې خوښې دي.

د “افغانستان څو شاخصه سروې” په نوم دغه سروې د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې له خوا د ١٣٨٩کال په اوږدو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNICEF) په تخنيکي او مالي مرسته د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ترسره شوې او نن اعلان شوه.

د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې د عملياتي څانګې مشر محمدسمېع نبي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د دې سروې له لارې د روغتيا، ښوونې او روزنې او د ماشومانو او مېرمنو د ژوند د وضعيت په اړه معلومات راټول شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې سروې کې د يادو موضوعاتو په اړه د هېواد په ټولو ولايتونو کې په نمونوي ډول ١٣٣١٤ کورنيو پوښتن پاڼې او نېغې پوښتنې ځواب کړې دي.

د ده په وينا، د دې سروې لپاره په نمونوي ډول د کورنيو ټاکنې ته په کتو، د دې سروې له مخې، په اړوندو برخو کې د ټول هېواد په کچه قضاوت وشي.

هغه وويل، د سروې پر مهال له ١٥ تر ٤٥ کلونو عمر لرونکو له نږدې ٢١٣٠٠ تنو ښځينه وو سره مرکې شوې دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په سروې کې شاملو ٩٢سلنه ښځينه وو ويلي، سره له دې چې له تاوتريخوالو سره مخ شوې، خو بيا هم له خپل ژوند څخه خوښې دي.

د احصايې د مرکزي ادارې سلاکار عصمت الله رمزي د يوې پوښتنې په ځواب کې د هغو ښځو په اړه چې له تاوتريخوالو سره سره له خپل ژوند څخه خوښې دي، وويل: “په دې ټول پوهېږي چې افغاني ټولنه مرد سالاره ده او په دې اړه هغوى (ښځينه وو) هم نور څه نه دي ويلي.”

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې ٣٩٠٠٠ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې ثبت شوې دي.

محمد سمېع نبي وويل، په سروې کې له يو کال څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د مړينې کچه په هرو زرو ماشونو کې ٧٤ ښودل شوې ده.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې يوې سروې ښودلې وه، چې په هرو زرو ماشومانو کې ١١١ له يو کال څخه په ټيټ عمر کې ژوند له لاسه ورکوي.

سرچينه وايي، چې په سروې کې له پنځه کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو د مړينې کچه په هرو زرو تنو کې ١٠٢ ښودل شوې ده.

خو هغه ونه ويل، چې دا کچه د ٢٠٠٧ کال په سروې کې څومره ښودل شوې وه.

په سروې کې د ماشومانو د تغذيې په اړه هم معلومات راټول شوي دي.

نبي وايي، سروې ښيي چې په هېواد کې د ماشومانو ٣١سلنه د منځنۍ کچې او يا هم کم وزن لري او ١٨سلنه يې د هغوى د قد په پرتله ډېر کم وزن لري.

سرچينې زياته کړه، چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، يادې ستونزې د هېواد د نورو زونونو په پرتله په جنوبي زون او بيا په کليوالو سيمو کې زياتې دي.

محمد سمېع نبي وايي، که څه هم سروې په ټوليز ډول د روغتيا، ښوونې او روزنې او د ماشومانو او مېرمنو د ژوند د وضعيت ښه والى ښيي، خو په ځينو برخو کې اندېښنې هم شتون لري.

د ده په وينا، ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې يواځې ١٨سلنه هغه ماشومان چې عمر يې د يو او دوو کلونو په منځ کې دي، له واکسين څخه په بشپړ ډول برخمن کېږي.

په افغانستان کې ماشومانو ته په بېلابېلو اتو دورو کې ٧ ډوله (سل، شين ټوخى، ګوزڼ، تيتانوس، شرى، تور زېړى او ډيفتري ) ناروغيو واکسين تطبيق کېږي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په افغانستان کې اتيا سلنه ماشومان په دې برخه کې تر پوښښ لاندې راځي.

محمدسمېع نبي د يادې سروې له مخې وايي، چې د هېواد له ټولو وګړو څخه ٥٧ سلنه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري، خو دغه کچه د ښاري سيمو په پرتله په کليوالو سيمو کې توپير لري.

د سروې د معلوماتو له مخې، د ښاري سيمو ٨٢ سلنه اوسېدونکي او د کليوالو سيمو ٥١ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري.

دغه راز سروې ښيي، چې د افغانستان يواځې ٣١ سلنه وګړي په داسې کورونو کې ژوند کوي چې د چاپېريال ساتنې له اسانتياوو څخه برخمن دي.

د نبي په وينا، سروې ښيي چې د هېواد يواځې يو سلنه هغه ماشومان چې د درېيو او پنځو کلونو په منځ کې عمر لري ، له ښوونځي څخه مخکې ښوونې او روزنې ته لاسرسى لري.

هغه وويل، چې په پښتو او دري ژبه د دې سروې بشپړ راپور به په راتلونکې يوه مياشت کې د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن غفوري، په دې سروې کې ترلاسه شوې معلومات د حکومت د پراختيايي پلانونو د جوړولو لپاره يوه اغېزمنه سرچينه وبلله .

هغه زياته کړه: “دغه ترلاسه شوې شمېرې هغه مهال ډېرې اغېزمنې ثابتېداى شي چې ورڅخه په عملي کارونو کې کار واخيستل شي.”

د يادونې ده، چې په افغانستان کې د کره شمېرو نه شتون يوه لويه ستونزه ده .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version