اسعداباد ( پژواک ٧ چنګاښ ٩١ ) : چارواکي وايي، چې دکونړ پر دانګام ولسوالۍ دپاکستاني ځواکونو لخوا لسګونه مرمۍ توغول شوي،چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي .
د کونړ د والي وياندواصف الله واصفي د چنګاښ په اومه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره شپه د دانګام ولسوالۍ پر سور کمر ،برسور کمر ،کچلي ، شينکى او زوړ برول پر سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو لخوا له پنځوسو زيات ميزائيل توغول شوي دي .
هغه زياته کړه ،چې دې بريدونو دوه تنه ټپيان کړي او دسيمې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
نوموړى وايي، چې د دې ولسوالۍ پر سرحدي سيمو توغندويي بريدونه اوس هم دوام لري.
د دانګام ولسوالى يوتن اوسېدونکي نثار احمد پژواک اژانس ته وويل ،چې تېره شپه د کرښې له هغې غاړې ١٣٠ توغندي توغول شوي، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي او له سرحدي سيمو څخه کډوال شوي دي .
هغه غوښتنه کوي ،چې دولت دې نور ددې بريدونومخه ونيسي اوله بې ځايه شويو خلکو سره دې مرستې وکړي.
د کونړ په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونولخوا توغندويي بريدونه له تېرو دوو مياشتو راهيسې پيل شوي ،خو مرکزي دولت يې پر وړاندې تر اوسه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
وړمه ورځ هم په ورته بريدونو کې يو ماشوم وژل شوى و.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه دډيورنډ پولې له پورې غاړې پر کونړ توغندويي بريدونه کېږي، چې له امله يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن