ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني توغنديو په کونړ کې مالي زيانونه رامنځته کړي

7 Jun 2012 - 15:40
7 Jun 2012 - 15:40

اسعداباد (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): د کونړ والي وايي، چې پر دانګام او خاص کونړ ولسواليو يو ځل  بيا د پولې له هغې غاړې توغندي توغول شوي او خلکو ته په کې مالي زيانونه اوښتي دي.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وايي نن سهار د خاص کونړ او دانګام ولسواليو د پولې له هغې غاړې ميزايل راتوغول شوي چې په ترڅ کې يې يو کور او موټر ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د همدغو توغندويي بريدونو له امله د خاص کونړ ولسوالۍ پر ځنګل اور هم لګېدلى دى.

نوموړى وايي، چې په دغو بريدونو کې خلکو ته ځاني زيانونه نه دي اوښتي.

د کونړ والي وويل، چې د دا ډول بريدونو د مخنيوي په موخه يې د افغانستان، ناټو او پاکستان له درې اړخيز ګد نظامي کمېسيون سره خبرې کړې دي.

خو هغه زياته کړه، چې دا تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې دا بريدونه د چا له خوا شوي خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازى حاجي سخي مشواڼى وايي، چې د کونړ په درېيو سرحدي ولسواليو شيګل، دانګام او خاص کونړ ولسواليو کې د روان لمريز کال له لومړۍ ورځې راهيسې سلګونه توغندي راغلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اويا توغندي راغلي چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي، پنځه ټپيان دي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د دغو سرحدي سيمو شاوخوا تر زرو کورنۍ بې ځايه شوې دي.

سخي مشواڼي پر نړيوالو نيوکه وکړه، د دوى له دې ژمنې سره چې له افغان پولې نه په ساتنه کې به د دولت مرسته کوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې پر کونړ توغندويي بريدونه کېږي، خو دوى هېڅ نه کوي.

نوموړى وايي، نړيواله ټولنه دې له کډوالو سره مرسته وکړي چې د دغو بريدونو له امله بې ځايه شوي دي.

د يادونې ده، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک سند په يوه ماده کې راغلي چې امريکا به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي.

د دانګام ولسوالۍ يو  اوسېدونکى حاجي موزمن  وايي،  چې پاکستاني ځواکونه د دوى پر سيمو توغندويي بريدونه کوي او دوى کډې کولو ته اړ شوي دي.

هغه له مرکزي دولته غوښتنه کوي چې د دغو بريدونو مخه ونيسي.

د کونړ پر يادو ولسواليو د پولې له هغې غاړې د ميزايلو د ويشتو خبر په داسې مهال ورکول کېږي چې تېر کال هم د کونړ پر پنځو سرحدي ولسواليو نږدې شپاړس سوه توغندي ويشتل شوي وو، چې د مالي زيان ترڅنګ يې شپېتو تنو ته مرګ ژوبله هم واړوله.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version