اسعد اباد( پژواکدغبرګولي ٢٠ مه ٩١): دکونړولايت پر خاص کونړ ولسوالى د پاکستان له لوري په توغندويي بريد کې يوتن وژل شوى اودرې نور تنه ټپيان دي .
دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري ا ژانس ته وويل، چې نن سهار پر خاص کونړ ولسوالۍ د پاکستان له لوري ٢٥توغندي ويشتل شوي دي .
نوموړي زياته کړه ، چې ددغه بريدله امله يوتن وژل شوى اودرې نورټپيان دي .
وحيدي وايي ، چې ددوى پلټنو داجوته کړې ، چې دغه توغندويي بريدونه د پاکستانيو ځواکونو له مرکزونو څخه د افغانستان پر خاوره ترسره کيږي.
د والي په خبره، چې اوس د خاص کونړ ځنګل ته دډيورند کرښې له هغې غاړې اور هم اچول شوى ، چې د وژلو جدي هڅې يې روانې دي او په دې برخه کې له ايساف څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده .
دوه ورځې مخکې هم د پولې له هغې غاړې د کونړ ولايت پر دانګام او خاص کونړ ولسواليو توغندي توغول شوي او خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.
د يادونې ده،چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک سند په يوه ماده کې راغلي، چې امريکا به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن