ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو د يوه افسر په ګډون شپږ تنه ووژل شول

27 Jun 2012 - 12:52
27 Jun 2012 - 12:52

هرات (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د هرات د غوريان ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې امر د وسلوالو طالبانو په بريد او دوه وسلوال مخالفين په شينډنډ ولسوالۍ کې د پوليسو په يو بريد کې وژل شوي دي.

د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسؤول عبدالرووف احمدي نن (د چنګاښ ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غوريان د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې امر څارمن عبدالحکيم تېره شپه د قيسان په کلي کې پر ګزمه بوخت و، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغى.

دى وايي، چې په دغه بريد کې څارمن عبدالحکيم له درېيو سرتېرو سره وژل شوى دى.

د احمدي په وينا، د نښتې په ترڅ کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي خپله مرګ ژوبله ردوي او وايي، چې دوى په دې بريد کې څارمن عبدالحکيم له څلورو ساتونکو سره وژلى او يو رينجر موټر يې هم ويجاړ کړى دى.

د هغه په وينا، طالبانو دوه مخابرې او څو ميله وسله هم ترلاسه کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په زېر کوه سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک ته وويل، چې دغه پېښه تېر مازيګر رامنځته شوه او په ترڅ کې يې د طالبانو دوه مهم غړي ملا احمد او ملا نظر ووژل شول.

ملا نظر د يوه مهم طالب قوماندان ملا نورالدين د تره زوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو طالب او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

له بلې خوا په شينډنډ ولسوالۍ کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال شاه اغا نوري وايي، چې په همدې سيمه کې د دغه کنډک له خوا د عملياتو په ترڅ کې ١٠ سيمه ييز طالبان، چې د طالبانو له خوا نيول شوي وو، راخوشي شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې وسلوالو مخالفينو د شينډنډ په زېر کوه سيمه کې دوه امنيتي پوستې د لنډې مودې لپاره ولکه کړې وې، چې دغه پوستې هم بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

 

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version