ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: که موټر مو محصول نه شي اور ورته کوو

2 Jul 2012 - 15:39
2 Jul 2012 - 15:39

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې هېواد ته له دوه زرم کال څخه د ټيت ماډل نويو وارد شوو موټرو په اړه د وزيرانو شورا د پرېکړې د بدلون غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه په هغې ناسته کې وشوه، چې يادې خونې له يو شمېر سوداګرو سره په ګډه نن په کابل کې جوړه کړې وه.

د وزيرانو شورا د تېر کال د پرېکړې له مخې، هغو نويو وارد شوو موټرو ته د کرځېدو جواز نه ورکول کېږي، چې د توليد نېټه (ماډل) يې له ٢٠٠٠ زېږديز کال څخه ټيټ وي.

وزيرانو شورا تېر کال پرېکړه وکړه، چې افغان سوداګر بايد له ياد ماډل څخه ټيټ خپل پېرل شوي موټر په ټاکلې موده کې هېواد ته راولېږدوي.

خو د يادې خونې د مديره پلاوي لومړي مرستيال خان جان الکوزي په نننۍ ناسته کې وويل، چې سوداګرو په ټاکل شوې موده کې خپل موټر هېواد ته ونه شو لېږدولاى.

د ده په وينا، وروسته له هغه چې له پاکستان سره ترانزيټي ستونزه حل شوه، سوداګرو له ٢٠٠٠ ماډل څخه ټيټ څلور زره موټر چې د وزيرانو شورا له پرېکړې مخکې پېرل شوي وو، هېواد ته وارد کړل، خو هغه مهال د وزيرانو شورا له پرېکړې دوې مياشتې تېرې شوې وې.

د ده په وينا، دولت دې موټرو ته اسناد نه ورکوي؛ ځکه چې په ټاکلې موده کې نه دي وارد شوي.

الکوزى وايي، د سوداګرۍ خونې د دې ستونزې د حل لپاره د وزيرانو شورا ته وړانديز وکړ، خو د وزيرانو شورا د غبرګولي په اتمه پرېکړه وکړه چې يادو وارد شوو موټرو ته بايد اسناد ورنه کړل شي.

د ده د څرګندونو له مخې، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، دغه موټر بايد پرزه شي او پرزې يې محصول شي.

 هغه زياته کړه: “دا يوه ستره اقتصادي ضربه ده سوداګرو ته، هر موټر په منځنۍ توګه ٧زره امريکايي ډالره تمام شوى، که دا پرزه شي نو دا خو زر ډالره هم نه جوړوي.”

ده په داسې حال کې چې ويل يې، په دغو موټرو کې د سواګرو شاوخوا ٥٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګه بنده ده، له حکومت څخه يې وغوښتل چې دا موټر محصول کړي.

الکوزي چې د نورو سوداګرو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، سوداګر ژمنه کوي چې نور به ټيټ ماډل موټر نه واردوي.

سرچينې زياته کړه: “که حکومت دا نه محصولوي، دلته په غونډه کې د نورو سوداګرو په استازيتوب راغونډ شوي سوداګر دې ته چمتو دي چې خپلو ټولو موټرو ته اور واچوي، خو بيا که ګمرک بند شو او يا سړکونه بند شول، بيا د دولت نه وايي چې ولې.”

د ده په وينا، که چېرې حکومت دغه کار د چاپېريال پاک ساتنې په موخه کوي، خو په افغانستان کې له ٢٠٠٠م کال څخه د ټيټ ماډل ډېر موټر ګرځي چې بايد لومړى د هغو کرځېدل بند شي.

د ننګرهار ولايت د موټرو واردوونکو سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ملنګ جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد ولايت کې د شاوخوا ٢٠٠ سوداګرو په سلګونو له ٢٠٠٠م کال د ټيټ ماډل موټر د محصول په تمه ولاړ دي.

هغه زياته کړه: “زموږ حکومت بايد اجازه ورکړي، چې زموږ موټر محصول شي، هسې هم په تېرو شپږو مياشتو کې د کراچۍ بندر کې پر هر کانټينر موټرو باندې ١٠ تر ٢٢ لکه کلدارې جريمه راغلې ده.”

خو د افغانستان د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي د وزيرانو شورا د پرېکړې عملي کول د اړوندو حکومتي واحدونو دنده بولي.

هغه وايي، د ماليې وزارت د دې واک نه لري چې د وزيرانو شورا د پرېکړې خلاف عمل وکړي او ياد موټر محصول کړي.

هغه زياته کړه: “که چېرې اوس په دې اړه د وزيرانو شورا کومه بله پرېکړه کوي، موږ مسوول يو چې هغه عملي کړو.”

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version