ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر استاد سياف پلان شوى بريد شنډ شو

2 Jul 2012 - 10:18
2 Jul 2012 - 10:18

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): د ملي امنيت لوى رياست د ځانمرګو بريد کوونکو د دوو ډلو د نيولو خبر ورکړ، چې غوښتل يې په استاد سياف او ځينو نورو دولتي تاسيساتو بريد وکړ، د دې ترڅنګ يې د قرغې په بند کې بريد د پاکستان په استخباراتو پورې د تړلې حقاني شبکې کار وباله.

دغه رياست وايي، چې د ملي امنيت مؤظفينو د حقاني شبکې يوه اته کسيزې ډله، چې غوښتل يې د ولسي جرګې پر غړي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف په پغمان ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد وکړي، نيولې ده.

د ملي امنيت د لوى رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري نن(د چنګاښ ١٢مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغو کسانو نومونه مولوي سعيدالله چې په “شين علي” مشهور دى او د پغمان ولسوالۍ د پشه يي درې د دوازده امام کلي اوسېدونکى دى او د پشه يي مدرسې استاد دى او محمدالله چې په “صديق” مشهور دى، ياد کړل او ويې ويل چې دغه کسان د بريد اصلي طرح کوونکي وو.

دى وايي، دغو کسانو اعتراف کړى، چې په پغمان ولسوالۍ کې يې په استاد رباني ځانمرګى بريد طرحه کړى و او په يوه غونډه کې يې پرېکړه کړې وه، چې د دغه بريد مشري به د مولوي سعيدالله پر غاړه او د پاکستان له پېښور نه به د ځانمرګو بريد کوونکو لېږدول د محمدالله مسووليت وي.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوې ډله د پاکستان د استخباراتي سازمان اړوند د حقاني شبکې کسان وو او په وزيرستان کې يې نظامي روزنې او د ځانمرګي بريد مهارتونه زده کړي وو.

د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې يوه بله اوه کسيزه ډله يې هم نيولې، چې د کابل ښار په څو برخو کې يې د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو نيت درلود.

طاهري وويل، چې دغه ځنځيري بريدونه د حقاني شبکې له خوا په پاکستان کې طرحه شوي او ټاکل شوې، چې په هوايي ډګر، د ايساف ځواکونو په مېلمستون، د څرخي پله زندان د عملې پر موټر او په ده سبز کې د ملي اردو پر مرکز ترسره شوي.

هغه زياته کړه، چې ملا تاج مير او رضوان الله د “عمرګل” په مستعار نامه، چې په دې ډله کې شامل وو او د حقاني شبکې غړي دي، د دغو بريدونو د مشرتابه او پلي کېدو مسؤوليت يې پر غاړه درلود.

رضوان الله په خپل اعتراف کې پر سترې محکمې بريد د ځاى د تثبيت او ځانمرګو بريد کوونکو ته د وسلو د لېږدولو يوه لاره د يوه بريد کوونکي له خوا د مېوې پلورلو له کراچۍ څخه ګټه اخيستل بللي دي.

دى وايي: “لکه څنګه چې پلان شوى و، يو تن د مېوې پلورونکي په توګه ګومارل شوى و، چې هره ورځ د سترې محکمې د ورودي دروازو د تثبيت په موخه تګ راتګ وکړي او د بريد په ورځ د پام وسلې او مهمات په کراچۍ کې ځاى پر ځاى او بريد کوونکو ته ووېشي.”

د ملي امنيت د لوى رياست د وياند مرستيال وايي، کله چې د دولت د وسلوالو مخالفينو د ځنځيري بريدونو پلان شنډ شو، هغوى له ناچارۍ د قرغې په تفريحي ځاى ډله ييز بريد وکړ.

طاهري وويل، چې د قرغې په بند کې پر سپوږمۍ هوټل بريد د پاکستان د ISI اړوند د حقاني شبکې له خوا طرحه شوى و، چې په دغه ځاى کې يې ملکي وګړي په نښه کړل.

نوموړي زياته کړه: “دښمن دا ځل د خلکو د خوښۍ او تفريح ځاى په نښه کړ او په دغه بريد کې د ترهګريزو ډلو، چې د پاکستان له خوا تمويلېږي، د دښمنۍ او کېنې ژوروالى معلوم شو.”

د چنګاښ په دويمه شپه پر سپوږمۍ هوټل په ډله ييز وسلوال بريد کې ١٧ ملکي وګړي، يو پوليس او څلور ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول.

د امنيتي سرچينو په وينا، ځانمرګو بريد کوونکو د ښځو په ګډون لسګونه ملکي کسان برمته کړل، خو امنيتي ځواکونو له ١٢ ساعتونو وروسته بريد کوونکي ووژل او برمته شوي کسان يې وژغورل.

خو وسلوالو طالبانو د ملکي کسانو برمته کول رد کړل او ادعا يې کوله، چې يو شمېر ملکي کسان، چې په هوټل کې موجود وو، د نښتې په پيل سره د هغوى د کسانو له خوا د هوټل خوندي خونو ته ولېږدول شول او هېڅ يوه ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو دغه هوټل د اخلاقي فساد او خوشګذرانۍ ځاى بللى وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version